1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتامریکا متحده ایالات

د محمد علي سپورتي لباس لیلام ته وړاندې کيږي

۱۴۰۳ فروردین ۱۷, جمعه

د سوک وهنې یا بوکسنګ د نړۍ مشهور لوبغاړي محمد علي هغه سپورتي یونیفورم چې په منیلا کې یې له جو فرېزر سره د تاریخي مقابلې پر مهال اغوستی وو، په نږدې شپږ میلیونه ډالرو پلورل کیدو ته تیار دی.

https://p.dw.com/p/4eSA4
USA New York | Muhammad Alis kampferprobte Everlast-Boxhose „Thrilla in Manila“
تمه کیږي چې د محمد علي سپورتي یونیفورم په نږدې شپږ میلیونه ډالرو وپلورل شيانځور: Sarah Yenesel/EPA

د سوک وهنې د نړۍ مشهور لوبغاړي محمد علي هغه سپورتي یونیفورم چې په منیلا کې یې له خپل سیال جو فرېزر سره د «تهریلا ان منیلا» سیالۍ پر مهال اغوستی وو اوس د نیویارک په «سوتهبیز» لیلامخونه کې لیلام ته د ایښودلو له پاره چمتو شوی.

تمه کیږي چې د محمد علي دغه سپورتي جامې به تر شپږ میلیونه ډالرو هم په لوړه بیه وپلورل شي.

د دغه سپورتي لباس داوبالایي د مارچ له ۲۷ څخه په آنلاین بڼه پیل شوې او د اپریل تر ۱۲ نیټې پورې به دوام وکړي. ياد سپورتي لباس محمد علي د ۱۹۷۵م کال په اکتوبر میاشت کې د فیلپين په پلازمېنه مانیلا کې د فرېزر پر وړاندې په خپله یادګاري مسابقه کې اغوستلی وو. دا د محمد علي او فرېزر ترمنځ دریمه او وروستۍ سیالي وه چې د محمد علي په بریا پای ته ورسېدله.

امریکایي سوک وهونکی محمد علي نه یوازې د بوکسنګ یو اتل وو، بلکې په امریکا کې د افریقایي اتباعو د حقونو له پاره غږ پورته کوونکی فعال هم وو. د بوکسنګ د نړۍ دغه اتل په ۲۰۱۶ م کال کې لهنړۍ سترګې پټې کړې.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا