د ماسکو او اسلام اباد نوي اړيکي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبهميدويديف وويل: « دا ښکاره او څرګنده ده چي زمونږ دواړه هيوادونه له عيني خطر سره مخامخ دي، د نړيوال تروريزم له خطر سره.»
ميدويديف يادونه وکړه: «مونږ بايد د21 پيړي د يو ډير بدورګي شرارت پر ضد د مبارزي لپاره په ګډه کار وکړو.»
د پاکستان ولسمشر چي يوي امريکايي کوماندو له خوا د اسامه بن لادن له وژلو وروسته د لومړي ځل لپاره بهر ته په سفر وتلي، له ميدويديف سره د ليدني کتني په وخت کي د اسلام آباد او ماسکو تر منځ د خپل منځي اړيکو د يو «نوي پيل» خبره ياده کړه.
زرداري څلور ورځي په روسيه کي پاتي کيږي. روسيه منحني او جنوبي آسيا ته د خپلو اقتصادي اړيکو د پراخولو په لټه کي تر څو په سيمه کي د چين او هند د مخ پر زياتيدواقتصادي نفوذ مقابله وکړي.
په دي لړ کي مهمه پروژه د منحڼي آسيا د هيواد، تاجکستان، له لاري افغانستان او پاکستان ته د بريښنا استول دي.
سر بيره پر دي د روسيي يو دولتي شرکت غواړي چي له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لاري هند ته د ګازو د يو پايپلاين په غزولو کي ونډه واخلي.
روسيي ته د زرداي سفر په داسي وخت کي صورت مومي چي د لويديځو متحدينو سره د هغه اړيکي په پاکستان کي د القاعدي د شبکي د مشر اسامه بن لادن د «اوږدي مودي د هستوګڼي» د تثيبت له امله د تاوتريخوالي سرحد ته رسيدلي دي.
امريکا متحده ايالات پاکستان تورنوي چي د نوموړي ترهګري شبکي پر ضد عملياتو کي په تيرو لسو کلونو کي نيمګړتياوي کړي دي.
زرداري د خپل هيواد په دننه کي د سياسي ګوندونو او د خپلو خلکو تر فشار لاندي دي چي د هغه او يوسف رضا ګيلاني تر مشري لاندي حکومت د پاکستان د « خپلواکمني د حق » په ساتنه کي پاتی راغلی دی.
د پاکستان د پيپلز د ګوند يو مشر، شامحمود قريشي چي کابو تر دو مياشتو مخکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم ؤ، په زرداري باندي نيوکه وکړه چي تر اوسه پوري خپلو خلکو ته د بن لان د وژلو د پيښي په هکله رڼا نه ده اچولي.
په عين وخت کي نن د پاکستان يوي محکمي پريکړه وکړه چي زرداري د هيواد د ولسمشر په توګه نه شي کولي چي په عين وخت کي د خپل ګوند مشري هم وساتي.
د هغه پر ضد د يو پاکستاني وکيل له خوا دعوا شوي وه چي د دي هيواد اساسي قانون اجازه نه ورکوي چي ولسمشر د يو سياسي ګوند مشر هم وي.
د زرداري يوي وياندي وويل چي هغه تر اوسه پوري د محکمي له داسي يو حکم څخه خبره نه ده.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
بريښنا صابر