قزاقستان کې له پنځه زرو ډير کسان نيول شوي دي
۱۴۰۰ دی ۱۹, یکشنبهځایي رسنيو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جنوري ۹مه) د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې وروستیو ناکراریو سره په تړاو، په مجموع کې ۵۱۳۵ کسان د تحقیقاتو په موخه نیول شوي دي.
د منځنۍ آسیا د انرژۍ له اړخه دغه غني هیواد چې شاوخوا ۱۵ ميليونه نفوس لري وروستيو ناکراریو سخت لړزولی دی. د فرانسې خبري آژانس په حواله په دې لړ کې په لسونو کسان وژل شوي هم دي.
يوه اوونۍ مخکې د سوند موادو بيې په لوړيدو سره د قزاقستان د لويديځ ایالت اړوند سیمو کې اعتراضونه رامنځ ته شول. د دغو اعتراضونو او ناکراریو لمن په ډيره چټکۍ د ستر اقتصادي ښار آلماتا په ګډون، د قزاقستان نورو لویو ښارونو ته هم ورسیده، چيرته چې پولیس له اعتراض کونکو سره ښکيل شول او پر هغوی ېې ډزې کړي دي.
ځايي رسنیو د يکشنبې په ورځ د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت له قوله وويل، د ابتدايي اټکل له مخې په دغو ناکراریو کې د شاوخوا ۱۷۵ میليونه يورو (۱۹۸ ميليون ډالر) په ارزښت جایدادونو ته زیان اوښتی دی.
د وزارت له قوله زیاته شوې چې له سلو ډیرو تجارتي مرکزونو او بانکونو باندې حملې او لوټ شوي او همدارنګه له ۴۰۰ ډير نقليه وسایط تخریب شوی دي.
د قزاقستان د کورنيو چارو وزير، ایرلان تورګومبايوف، وويل چې «نن د هیواد په ټولو سیمو کې وضعیت آرام دی». خو هغه زیاته کړې ده چې «په هیواد کې د نظم د بیرته رامنځ ته کولو په مقصد، د تروريزم ضد عملیات ادامه لري.»
د فرانسې خبري آژانس يوه خبريال د شنبې په ورځ آلماتا ښار د بیرته ستنيدو په حال کې ويلي وو چې اوس وضعیت يو څه آرام شوی او پولیس ځينې وخت د هغو افرادو د درولو له پاره چې د آلماتا ښار مرکزې میدان ته ورنژدې کيږي، هوايي ډزې کوي.