1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قذافي يو زوی نايجير ته رسېدلی

۱۳۹۰ شهریور ۲۱, دوشنبه

د ليبيا د پخواني ولسمشر معمرالقذافي زوی، سعدي قذافي نايجيرته اوښتی، دا د هغه دريم زوی دی، چي د اوسيدو د ځای په اړه يې معلومات تر لاسه کيږي. د قذافي دوو زامنو، او يوازنۍ لور عايشي تردې د مخه په الجزاير کي پناه اخيستې وه.

https://p.dw.com/p/12XDl
سعدي قذافي
سعدي قذافيانځور: AP

د ليبيا ګاونډي هيواد نايجير د يکشنبې په ورځ، دسعدي قذافي، د ورتګ پخلی کړی دی. د نايجير د عدليې وزير ويلي دي، چي د قذافي زوی په هغه کاروان کي وو کوم چي د اغاديس پر لور روان وو.

 

د رويټرز خبري آژانس په وينا کله چي د نايجير د عدليي د وزير څخه وپوښتل سول چي سعدي قذافي به د کومو شرايطو له مخي د دوی په هيواد کي اوسيږي، هغه په جواب کي وويل، چي يوازي د بشري اړتياو له مخي به د دوی هيواد خپلي ژمني سر ته رسوي.

 

د ليبيا مؤقتي شورا د معمرالقذافي او د هغه د زامنو د نيولو په هڅه کي ده. د مؤقتي شورا مشر، مصطفي عبدالجليل ويلي، تر څو پوري چي قذافي د تېښتي په حالت کي دی، هغه يو ګواښ دی.

 

خو په عيني وخت کي د ليبيا مؤقته شورا په دې نه ده توانيدلې، چي د ليبيا د ټولو خلکو په زړونو کي ځای ونيسي.

 

د بلي خوا د رويترز خبري آژانس خبر ورکړی، چي د قذافي د دولت يو پخوانی وزير، بوزيد دوردا، چي د هيواد څخه د باندي د استخباراتي چارو مسؤل ؤ، د طرابلس د زيناتا په ولسوالۍ کي د جنګاليو د يوې۲۰ کسيزي ډلي له خوا نيول سوی دی.

 

ملګري ملتونه وايي، چي د هغه ملکي وګړو د برخليک په اړه انديښمن دي، چي د قذافي د پلويانو په واک لرونکو سيمو کي راګير دي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشري د رويترز سره په مرکه کي ويلي: « په اوسني وخت کي زموږ تر ټولو لويه انديښنه د سرت په اړه ده. د دغه ځاي په اړه داسي راپورونه رارسيدلي چي هلته اوبه او بريښنا نه سته.»

 

د ليبيا مؤقتي شورا ويلي، چي د معمر القذافي تر ولکې لاندي ځيني سيمو کي د قذافي د ځواکونو سره جګړه روانه ده.

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل