د شوروي تر سقوط ۲۰ کاله وروسته د امريکا او روسيې اړیکي
۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعهکه څه د نړيوال بانک رپوټ ښيي چي تير کال د روسيې ټول کورني ناخالص محصول د متحده ايالاتو د کورني ناخالص عايد لس سلنه جوړوله خو بيا هم دغه هيواد هڅه کوي چي په نړۍ کي د اصلي لوبغاړو څخه يو و اوسي.
وروسته تر هغه چي پخواني شوروي سقوط وکړ، متحده ايالاتو ته دا چانس مساعد شو، چي د شوروي په پخوانيو جمهوريتونو کي، خپل نفوذ ډير کړي.
خو په وروستيو لسو کلونو کي د متحده ايالاتو مخ پر ډيريدونکي قدرت د ولاديمير پوتين په مشرۍ روسيه لا ډيره په غوصه کړې، ترڅو د دغه هيواد په وړاندي ودريږي.
د متحده ايالاتو او روسيي تر منځ اړيکي وروسته له هغه يو نوي پړاو ته ننوتې، چي امريکا په ۲۰۰۳کال کي پر عراق بريد وکړ.
په ۲۰۰۸کال کي د گورجستان او روسيې تر منځ جګړې، تر سړې جګړې وروسته د امريکا او روسيې اړيکي خړي پړي کړي. وروسته بیا په دغه پيښو په روسيه کي آن د ناټو په هکله هم انديښنې را پيدا کړې.
خو د کوم وخت راهيسي، چي بارک اوباما د امريکا جمهورريس ټاکل سوی، له روسيې سره د اړيکو د ښه کولو کوښښونه نور هم ډير سوي.
خو متحده ايالات تر اوسه په دې نه ده توانيدلې، چي روسيه په دې قانع کړي، چي په اروپا کي د توغنديو دفاعي سيستم جوړول، د روسيې له پاره کوم ګواښ نه رامنځ ته کوي.
امريکا غواړي چي روسيه په دې خبره قانع کړي، چي په اروپا کي د توغنديو دفاعي سيستم د ايران له خوا په راتلونکي کي د رامنځ ته کيدونکو کواښونو د له منځه وړلو په موخه جوړيږي.
روسی کارپوه، اندريو کوچينز، وايي چي د روسيې او متحده ايالاتو تر منځ د اړيکو خړوالی يو څه ريښتنی دی، خو هغه زياتوي چي د روسيې له خوا ورستۍ نيوکي په دغه هيواد کي د پارلماني ټاکنو له پاره د کمپاين سره تړاو لري.
مسکو د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د ناټو له خوا پر ليبيا بريد او پر سوريې تحريمونه تر نيوکو لاندي راوستلي دي. پوتين خو آن ويلي دي چي متحده ايالات د نړيوال اقتصاد په وړاندي يوه ستونزه ده.
اوس چي د پخواني شوروي له سقوط شل کاله تيريږي په نړۍ کي د نوو قدرتونو د رامنځ ته کيدو سره د نړۍ سياسي ډګر بدلون موندلی دئ.
اوس په سيمه کي پر روسيې سربيره چين، هندوستان او په نړۍ کي د برازيل او جنوبي افريقا په څېر هيوادونه هم خپله برخه غواړي. کارپوهان اوس په دې اند دي، چي اوس بايد روسيه د متحده ايالاتو پر ځای خپل پام چين ته واړوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل