د شاهزاده هیري او مارکل د واده په زړه پورې انځورونه
د شاهزاده هيري او ميگن مارکل د واده مراسم د شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می پر ۱۹) د لندن په ختيځ وينزور کې په سانت جارج کليسا کې ترسره شول. د نړۍ تر۸۰۰ زياتو مشهورو څېرو په دې واده کې گډون وکړ.
شاهزاده هيري د خپل مشر ورور شاهزاده ويليم سره د سانت جارج کلیسا پر لور چيري چې یې د واده مراسم ترسره شول.
ميگن مارکل د خپلې مور دوريا راگلند سره
ميگن مارکل سانت جارج کليسا ته د ننوتو په حال کې
شاهزاده چارلز خپله نږور په کليسا کې بدرگه کړه. د ميگن پلار د ناروغتيا له کبله د واده په مراسمو کې گډون ونه کړ.
شاهزاده هېري ته د واده په ورځ د برېتانيا ملکې (د هغه آنا) د ساسکس د ديوک يا سردار لقب ورکړل شو.
شاهزاده هېري ميگن ته گوتمۍ په گوته کړه
شاهزاده هېري او میگن مارکل له کليسا څخه تر وتلو وروسته.
ډير کسان د «شاهي گاډۍ» ليدو ته پر سړکونو ولاړ ول. په دوی کې له ټولې نړۍ څخه راغلي خلک شامل ول.
ملکه الیزابت د سانت جارج کليسا ته د داخليدو په حال کې. په دې کليسا کې د واده اصلي مراسم ترسره شول.
د شاهزاده ويليم مېرمن کيت مېدلتون.
د شاهزاده هېري او ميگن مارکل د واده شاندارو مراسمو ته د سياست، هنر او لوبو له نړۍ څخه تر ۸۰۰ زيات ميلمانه رابلل شوي ول.
سيرينا ويلیمز (د تينس تکړه لوبغاړې) او الکسيس اوهانيان.
ديود بيکهم (د فوټبال ستوری) او ویکتوريا بيکهم (د موسقۍ د نړۍ ستورې).
پيتريک آدمز له خپلې ميرمن ترويان بيلیساريو سره. آدمز په يوه سريال کې د مېگن د خاوند نقش لوبولی وو.
د هاليوډ د فلمونو مشهور هنرمند جارج کلوني له خپلې ميرمن امال کلورني سره د شاهزاده هري په واده کې گډون وکړ.
اوپرا وينفري د امريکا د تلويزيون مشهوره څيره.
د میگن مارکل پلار سپين پوستی امريکايي او مور یې افريقايي ريښې لري. نوموړې تل خپل دوه گونې هويت په وياړ سره يادوي.
د رسنيو او ټولنیزو کړيو په حواله دې واده ته د شاهي کورنۍ په تاريخ کې د يوه دود ماتونکي واده په سترگه کتل کيږي او د دې نخښه ده چې عصري نړۍ د سلطنتي ماڼۍ له ديوالونو څخه نفوذ کړی دی: ناوې د بريتانيا د شاهي کورنۍ غړې نه ده. د دې پلار امريکايي دی او مور یې د افريقا ده. دا د دې دويم واده دی.