د سیاحت له پاره د نړۍ ترټولو ښایسته ځایونه
دا چی په ۲۰۱۵ کال کی سیلانیان تر ټولو زیات د نړۍ کوم ځایونه لیدلي د ملگرو ملتو د نړیوال توریزم سازمان دغه ځایونه په دقیق ډول شمیرلي چی په دغو انځورونو کی به یې لست درته وړاندي کړو، نو آیا ستاسي د خوښي ځای به هم پکښې وي؟
لسم ځای : روسیه
تیرکال د ۳۱ اشاریه ۳ میلیونو په شاوخواکی سیلانیانو د لویو شاعرانو لکه تولستوی او دوستووفسکي له ټاټوبي څخه لیدنه کړې ده. خو سړی نه سي کولای چی د نړۍ په دغه ترټولو لوی هیواد کی هر څه په یو وار وویني. د مثال په ډول د مسکو له سره میدان ، د سنت پیترزبورگ له ښار او یا د پخواني ریلگاډی څخه لیدنه.
نهم ځای : مکسیکو
که د یوې خوا د ۳۲ اشاریه یو میلیونو توریستانو زیاته برخه په دغه هیواد کی د بحر له ښایسته غاړو څخه لیدنه کوي ، د بلی خوا بیا د هغه ځای کلتوری شتمنۍ هم د لیدو وړ دي.د مثال په ډول په تولوم کی د مایا مجسمې، حاره یې ځنگلونه او یا هم په مکسیکو سیتي کی د هسپانوي مستعمرې تاریخي ځایونه.
اتم ځای: بریتانیا
په دغه هیواد کی د نړۍ تر ټولو غټه د «ستون هینج» په نامه د ډبرو کلتوری آبده د لندن د هنرونو له شهکاریو څخه شمیرل کیږي. په ۲۰۱۵ کال کی د ۳۴ اشاریه ۳ میلیونو انسانانو په شاوخواکی له دغه هیواد څخه لیدنه کړې ده. د انگلستان ترڅنگ ویلس، سکاتلند او شمالي آیرلند هم د توریستانو د خوښي وړ ځایونه دي.
اوم ځای: جرمني
په مونشن کی د اکتوبر میله او یا هم په برلین کی د تیکنو د موسیقۍ جشن. په آلمان کی توریستان هم په علاقمندۍ سره دغه ډول جشنونه لمانځي. په عین حال کی هغوی په دغه هیواد کی د برلین له تاریخي دیوال او د هولوکاوست له یادگاري څلي څخه هم لیدنه کوي. په ۲۰۱۵ کال کی ۳۵ میلیونه انسانانو په آلمان کی د شوارڅ والد ، راین تال او زړو کلاوو څخه لیدنه کړې ده.
شپږم ځای:ترکیه
په استانبول کی د آسیا او اروپا ترمنځ مشهور پُل د کلتورونو د رنگارنگۍ نښه بلل کیږي. همدارنگه شین مسجد او حایا صوفیه هم د لیدو وړ دي. تیرکال د ۳۹ اشاریه ۵ میلیونه سیلانیانو په شاوخواکی ددغه هیواد له تاریخي او ښکلو ځایونو څخه لیدنه کړې ده. خو سږکال د ترهگرۍ د خطر او نورو سیاسي کړکیچڼو له امله لږ سیلانیان نوموړي هیواد ته تللي دي.
پنځم ځای:ایتالیا
دغه هیواد د نړۍ د رومي امپراطورۍ ، رنسانس ، پیزا، مکروني او قهوې مورنی ټاټوبی دی. د روم څخه نیولې بیا تر وینز ، د سیسلي له جزیرې څخه بیا تر توسکانا پوری نوموړی هیواد د دیدني ځایونو له امله ډیر غني دی. تیرکال ۵۰ اشاریه ۷ میلیونو سیلانیانو له دغه هیواد څخه لیدنه وکړه.
څلورم ځای:چین
که له یوې خوا چین د نړۍ د تمدن ترټولو لوی ټاټوبی دی د بلی خوا بیا پکښي د نړۍ ترټولو چټک پرمختگ هم روان دی. په ۲۰۱۵ کال کی له دغه هیواد څخه ۵۶ اشاریه ۹ میلیونو توریستانو لیدنه کړې ده. د چین د تاریخی دیوال څخه نیولې بیا تر وریښمو لاری پوری . په دغه هیواد کی ډیر ښکلی طبیعت ، لرغوني کلتوري شتمنۍ او عصری مهندسۍ د حیرانتیا وړ دي.
دریم ځای:هسپانیه
فیستا او د فلامینگو نڅا له دغه هیواد سره نه بیلیدونکي نومونه دي. ۶۸ اشاریه ۲ میلیونه توریستانو په ۲۰۱۵ کال کی له دغه هیواد له ساحلونو ، پیکاسو له آثارو او یا هم الهمبرا له تاریخي ځایونوڅخه لیدنه کړې ده.
دوهم ځای :د امریکا متحده ایالات
دلته فلمونه او موسیقي ورځنی ژوند جوړوي. له متحده ایالاتو څخه په ۲۰۱۵ کال کی ۷۷ اشاریه ۵ میلیونه سیلانیانو لیدنه کړې ده. که له یوې خوا لویی لاری ، بیدیاوي او غرونه لیدل کیږي د بلی خوا بیا په لویو ښارونو کی د جاز او هیپ پاپ موسیقۍ او عصری مهندسۍ هم ډیر سیلانیان ځانته راجذبوي.
لومړی ځای :فرانسه
پر پلازمینی پاریس سربیره ، ددغه هیواد تاریخي قصرونه ، د انگورو په تاکانو شنه غرونه ، موزیمونه او رستورانتونه د ډیریو سیلانیانو له پاره زړه راکښونکي دي. ۸۴ اشاریه ۵ میلیونه سیلانیانو په ۲۰۱۵ کال کی له فرانسې څخه لیدنه کړې ده.موډ او فیشن د پاریس د کلتور مهمه برخه جوړوي. خو آیا په فرانسه کی تر ترهگري بریدونو وروسته به دغه هیواد د دیدني ځایونو په کتار کی ، په ۲۰۱۶ کال کی هم لومړی ځای خپل کړي؟