د خوراکي توکو د ساتنې په برخه کې تیروتنه مه کوئ
یخچال، المارۍ، خلاص، او که د بسته بندۍ په صورت کې؟ ډیر خلک د خوراکي توکو په ساتنه کې تیروتنه کوي چې دا نه یوازې د دغو خوارکي موادو د خوند، مزې او بوی د لمنځه تلو سبب کیږي، بلکې د ژر خرابیدو له امله باید وغورځول شي.
د نورو میوو تر څنګ د بادرنګو ساتنه د هغې د ویټامنونو د حفاظت سبب ګرځي او له پوپنک وهلو څخه ژغورل کیږي. خو مڼه او رومي یې چندان خوښ نه دي او له دغو میوو څخه خارجیدونکي ګازونه د بادرنګو د ژر بخیدو بهیر چټک کوي.
لیمو او یو شمیر نورې میوې په ګرمو او معتدلو سیمو کې وده کوي او د سړي هوا او په یخچال کې د ساتلو توان نه لري. که لیمو حتی پرې شوی هم وي ښه ده چې په یوه لوښې کې وساتل شي.
پنیر باید په پلاستیکي لوښې کې ونه ساتل شي، ځکه ژر خوله کوي. د لنډ مهاله ساتنې له پاره یې له کاغذ څخه استفاده وکړئ. یو ټوټه پنیر کیدای شي تر دریو اونیو پورې په داسې شکل سره وساتل شي چې په مالګینو اوبو لوند شوي کاغذ کې وپيچل شي. هر دوه یا دری ورځې وروسته باید دغه پنیر په مالګینو اوبو کې لوند او په کاغذ کې تاو کړل شي. په هغه ځای کې چې ډوډۍ پرې کوئ د پنیرو پرې کول د پنیرو (د پوپنک وهلو) سبب ګرځي.
که څه هم د یخچال په پاسنۍ برخه کې د هګیو له پاره ځای په پام کې نیول شوی دی، خو دا یوه تخنیکي تیروتنه ده. په ځانګړي توګه په ګرمو سیمو کې د یخچال د دروازې د خلاصیدو او بندیدو په جریان کې هګۍ یخ او ګرم کیږي. ښه به دا وي چې د چرګانو هګۍ د یخچال په داخلي برخه کې وساتل شي. د اوږد مهاله ساتنې له پاره باید د هګۍ نرۍ څوکه لاندې خوا ته وي.
کچالو یا پټاټۍ په یخچال کې مه ساتئ. ډیره رڼا، ګرمي او رطوبت هم د کچالو د ساتنې له پاره ښه نه وي.
هوږه باید تنفس وکړي، له همدې امله په یخچال او یا هم ګرم ځای کې د هوږې ساتل ګټه نه لري. د هوږې د ساتنې ښه طریقه به دا وي چې په یوه خلاص جالي لوښې کې وساتل شي.
پياز باید په یو نسبتاً یخ،( خو نه یخچال) کې وساتل شي. په عین وخت کې د پیازو د ساتنې ځای باید تیاره (تورتم) او وچ وي.
مڼه او کیله هیڅ کله هم یوځای مه زیرمه کوئ. د اتیلني ګاز چې د دغو دوو میوو څخه تبخیر کیږي د دواړو میوو د ژر بخیدو سبب ګرځي. ښه به دا وي چې کیله په زوړند شکل (لکه په خپلې ونې کې چې وي) وساتل شي.
رومیان هیڅ کله په یخچال کې مه زیرمه کوئ، ځکه خوند او ویټامینونه یې لمنځه زي. له رومیانو څخه هم د اتیلین ګاز خارجیږي له همدې امله په ځانګړي توګه باید له کاهو سره یو ځای ونه ساتل شي.
دُلمه مرچ له سړې هوا سره ډیر توافق نه لري او باید په یخچال کې ونه ساتل شي. ښه به دا وي چې د نورو میوو او سبزیجاتو سره یوځای وساتل شي.
بې دلیله نه ده چې د نړۍ ډیر شمیر خلک ډوډۍ د پخلنځي په المارۍ کې ساتي. دغه المارۍ باید وخت په وخت پاکه شي. د ډوډۍ له وچیدو څخه د مخنیوي په خاطر باید هغه په کاعذ یا بل کې وپيچل شي. د ډیر وخت له پاره سړی کولی شي ډوډۍ د یخچال په فریزر خانه کې وساتي او د اړتیا په صورت کې یې را واخلي او تر لږ وخت وروسته په ټوسټر یا بل څه کې توده کړي.
د کب یا ماهي د خریدارۍ پر مهال یې د خرابیدو نیټې ته پام وکړئ. د یخ وهلي کب له بازار یا مارکیټ څخه تر کوره پورې د انتقال پر مهال یې باید یخ ویلې نه شي البته په هغه صورت کې چې دوباره یې په فریزر کې ساتل غواړئ.
د غویې غوښه کولی شئ له ۳ څخه تر ۴ ورځو او د چرګ غوښه له یوې څخه تر دوو ورځو پورې په یخچال کې وساتئ. کوفته شوې یا قیمه شوې غوښه ډیره حساسه وي او هڅه وکړئ چې په هم هغه ورځ یې سره یا پخه کړئ.