1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جوبایډن څرګندونو ته د افغانانو غبرګون

۱۳۹۸ بهمن ۲۰, یکشنبه

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند جوبایډن ویلي، دی پخوا هم په افغانستان کې د ملت جوړونې مخالف وو. بایډن د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال ؤ. د دغه امریکايي سیاستوال څرګندونو ته د افغانانو غبرګون څه دی؟

https://p.dw.com/p/3XUWF
New Hampshire Joe Biden Präsidentschaftskandidat Rede
انځور: Reuters/C. Barria

د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن د شنبې پر ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۸مه) یوه ټاکنیزه مناظره کې ویلي افغانستان ته د ګڼو سفرونو پرمهال یې موندلې چې په دغه هېواد کې د ملت جوړولو سخت دي.

نوموړي زیاته کړې: «زه له پخوا افغانستان کې د ملت جوړونې سره همغږی نه وم، دلته باید یوازې له ترهګرۍ سره مبارزه وشي او دا کار اړین دی.»  

د دغه امریکايي سیاستوال څرګندونې په کابل کې د جګپوړو دولتي چارواکو او ځینو نورو افغان شنونکو له سخت غبرګون سره مخ شوي.

"افغانان له پيړیو واحد ملت دی"

د افغان ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر د بایډن څرګندونو ته پرخپله ټویټرپاڼه ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې افغانانو د چا ملت جوړونې ته اړتیا نه درلوده.

ده لیکلي: «ستاسو له ټولو مرستو مننه، خو تاسو ته اړتیا نه وه چې زمونږ لپاره ملت جوړ کړئ، مونږ له پيړیو یو ملت یو.»

ښاغلي عمر زیاته کړې افغانان اړتیا نه لري چې هغوی لپاره دې یو موټی هېواد جوړ کړل شي، بلکې افغانستان له پخوا یو موټی هېواد دی.

د ارګ یوې ویاندې درانۍ وزیري هم د جو بایډن څرګندونو ته په غبرګون کې دویچه ویله ته وویل: «افغانانو خپل یووالی نړۍ ته ثابت کړی، هغوی په هرحال کې د وطن د دښمنانو پروړاندې د یوبل ترڅنګ مبارزه کړې ده.»

Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
"افغانان له پيړیو واحد ملت دی"انځور: DW/S. Tanha

افغان شونکي څه وايي؟

هاخوا افغان شنونکو په اوسنی سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ کې د جو بایډن څرګندونې د افغانستان د لانور بې ثباته کولو په مانا بللي.

سره له دې چې د ښاغلي بایډن څرګندونې د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه ښيي خو سیاسي شنونکي جیلاني ځواک دویچه ویله ته وویل، امریکا نه غواړي افغانستان یو ملت شي. د هغه په خبره «د امریکا سیاستونه تل په افغانستان کې د نفاق لامل شوي، تاسو ولیدل چې امریکا په افغانستان کې قومي او مذهبي ګوندونه د همدې لپاره تقویه کړل چې دا ملت یو موټی نه شي.»

یو بل افغان شنونکی جبران لوراند وايي، له شک پرته چې افغانستان کې څلورو لسیزو جګړو د نورو برخو په څېر ملت جوړونه هم خورا ځپلې، خو دا په دې مانا نه ده چې افغانستان نه جوړیږي.

ده دویچه ویله ته وویل: «که دا څلویښت کلنه جګړه په هر بل هېواد کې وای او دوام یې کړی وای نو په یقین سره ویلی شم هغه هېواد په څو ټوټو ویشل کېده، ان که خپله امریکا هم وای، خو نړېوال باید دا په ډاګه درک کړي چې افغان ملت نه ماتېدونکی ملت دی.»

د بهرنيانو غبرګون

USA: Joe Biden in  Concord, New Hampshire.
د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند جوبایډن انځور: Getty Images/J. Sullivan

د جوبایډن څرګندونو د افغانانو سربیره افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي رولاند کوبیا غبرګون هم راپارولی.

ښاغلي کوبیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «زما په اند افغانان ددې وړتیا لري چې خپلو اصلي ارزښتونو او سوله ییزو موخو لپاره یو ملت شي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې پر ملت جوړونې باور لري او ویاړې چې په دې اړه له افغانانو سره ګډ کار کوي.»

امریکايي سیاستوال جو بایډن ټینګار کړی، ټول فکر باید پردې ورټول وي چې بیا له افغانستانه پر امریکا برېدونه ونه شي. خو افغان حکومت وايي افغانستان لاهم د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې دی.

د افغان چارواکو پروینا افغانستان په دې جګړه کې د امریکا په ګډون د نړۍ د نورو ملتونو دفاع هم کوي او په تېرو اتلسو کلونو کې یې ترهرچا ډېره قرباني ورکړې.

اسماعیل شاکر – کابل