د جرمني فدرالي پولیسو د مهاجرو د اخراج پر وخت ربړول رد کړل
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۱, شنبهد جرمني فدرالي پولیسو د جمعه په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۱۰مه) هغه تورونه رد کړل چي په يوه رپوټ کي د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کي پرې لگول سوي دي.
په شتراسبورگ کي د اروپا شورا د ربړوني ضد کمیټې له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه خپاره سوي رپوټ کي راغلي ول چي پروسږکال له جرمني څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج په يوه پرواز کي د یوه مهاجر پرغاړه باندي فشار وارد سوی دی. د رپوټ مطابق سربيره پردې د هغه پر تناسلي آلې باندي هم فشار راوستل سوی وو. دغه سړي د اخراج پر وخت مقاومت کاوه.
د جرمني فدرالي پولیسو د دغو تورونو په جواب کي ویلي دي، چي دا سمه خبره ده، چي د اخراجېدونکي کس سر او خوله تړل سوې ول، څو هغه خپل ځان ټپي نه کړي. «خو پولیسو کاملاً دې ته پام کړی وو، چي د هغه د تنفس او ساه کښلو لار خلاصه وي.»
د پوليسو په خبره د هغه پر غاړه او تناسلي آلې باندي فشار نه دی راوستل سوی. هغوی زياته کړې ده چي د اخراجېدونکو کسانو الوتکه د نورو ترڅنگ د اروپايي ټولني د سرحدونو ساتني آژانس (فرونټکس) د یوه مامور له خوا بدرگه کیدله. د هغوی راپور هم دا روښانه کړې ده چي دغه تورونه سم نه دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 14.09.2017)