1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د ایتلافي حکومت جوړښت به پر اروپا څه اغیز ولري؟

۱۳۹۶ اسفند ۱۱, جمعه

په برلین کي د صدراعظمي انګيلا ميرکل او سوسيال ديموکراټانو ترمنځ د یوه لوی اییتلافي حکومت جوړیدل د سوسيال ديموکراټانو د غړو په رایو پوري اړه لري. دغه تصمیم به ډیر ژور عواقب هم پر جرمني او هم اروپا ولري.

https://p.dw.com/p/2tarT
Angela Merkel EU Flaggen Brüssel
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/O.Matthys

راتلونکې یکشنبه په اروپا کي د نوي سیاست تعینولو په خاطر ډیره مهمه ده: په ایټالیا کي به یو نوی پارلمان انتخاب او جرمني بلاخره پوهیږي چي بیا هم د محافظه کارانو او سوسيال ديموکراټانو ترمنځ یو په اصطلاح «نوی لوی ایتلافي» حکومت تشکیل کړي؟

د اروپايي ټولني لوی کميسار ژان کلود یونکر همدااوس لا د یوه خراب حالت د رامنځته کیدو له پاره تیاری نیسي. دا هغه خبره ده چي هغه پخپله یوه اوونی مخکي کړې وه. خو د ده ډیره اندیښنه د ایټالیا د پارلماني انتخاباتو د نتایجو په برخه کي ده. د ده په نظر په ایټالیا کي یو نامعلوم اکثریت د یوه بې صلاحیته او ضعیفه حکومت معنی ورکوي چي بیا به د حکومت کولو توان او قابلیت و نه لري.

خو په جرمني کي د سوسيال ديموکراټانو د غړو تصمیم هم یونکر ناارامه کړی دی: بې له د سوسيال ډيموکراټانو دغړو د رايي ورکولو څخه به د مسيحي دموکراټانو، سوسيال مسيحيانو او سوسيال ديموکراټانو ترمنځ یو لوی ایتلاف رامنځته نه سي او په دې ډول سره به په لومړي قدم کي داسي یو حکومت هم جوړ نه سي چي په اروپا کي رهبري کوونکی رول لري.

خو پخپله صدراعظمه انګيلا ميرکل هم په دې واقعیت باندي پوه ده. هغې په خپله وروستۍ حکومتي اعلامیه کي د اروپا د سیاست په باب ویلي ول چي موږ د اروپا له پاره یو نوی بدلون غواړو. ۲۰۱۸م کال به داسي کال وي چي د اروپا د راتلونکي له پاره به یوه نوې تگلاره پکښي وټاکله سي. خو میرکل لا تر اوسه پوري د یوې حکومتي رهبرې په توگه خبري کوي.

د بروکسل د تیورۍ جوړولو له مرکز- European Policy Centre څخه د یانیس ایمانوییلی ډیس په نظر، «که په برلین کي یو نوی حکومت هم جوړ نه سي، بیا به هم په بروکسل کي وارخطايي رامنځته نه سي. خو یو ډول نااطمیناني به رامنځته سي، ځکه چي یو قوي شخص د حکومت واگي په لاس کي نه لري، ترڅو ددې توان ولري چي سخت تصامیم ونیولای سي. ځکه نو بروکسل په جرمني کي د یوه لوی ایتلاف د جوړیدو امیدواري لري.»

خو که یو لوی ایتلاف هم رامنځته سي، میرکل به د پخوا په ډول په بروکسل کي داسي یو رهبری کوونکی شخصیت نه وي، لکه څنگه چه  د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر تر انتخاباتو دمخه وو.

Deutschland G20 Gipfel
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

میرکل نور د اروپا قوي رهبره نه ده

کله چي ترمپ د امریکا جمهوررئيس سو، ټایمز ورځپاڼي میرکل د اروپا د یوه لوی شخصیت په حیث یاده او ډیرو انگلیسي ژبو اخبارونو حتی د ټولي غربي نړۍ د رهبري په توگه د هغې یادونه وکړه.

خو بیا د تیر عیسوي کال په پای کي ټایمس د فرانسې جمهوررسيس اِمانويیل ماکرون د «اروپا د راتلونکي رهبر» په توگه یاد کړ. په داسي حال کي چي د میرکل گوند په تیرو انتخاباتو کي ډیري رايي له لاسه ورکړې، ماکرون بیا د فرانسې د جمهوري ریاست انتخابات په ښکاره ډول وگټل.

مانوییلی ډیس بیا وايي: «که میرکل بیا د یوه نوي ایتلاف له لاري حکومت ته ورسیږي، نو په اینده کي به هم رهبري کوونکی رول ولري. د جرمني اهمیت پاته دی، خو په عین حال کي د اروپايي ټولني د غړو هیوادو ترمنځ یو قوي تعادل موجود دی، خصوصأ د جرمني او فرانسې ترمنځ. برلین اوس هغه د پخوا په ډول قوت نه لري.»

انځورونه: ګوندي کنګره چې د آلمان د نوي حکومت برخليک ټاکي، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: