1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تي ماشومانو د ناڅاپي مړينې احتمالي علت موندل شوی

۱۴۰۱ خرداد ۶, جمعه

دا چې ولې روغ تي خوري کوچنيان په ناڅاپي دول په خوب کې مړه کیږي، تر ډېره وخته یې علت معلوم نه وو. يوې څيړونکې د خپل ماشوم تر ناڅاپي مړينې وروسته په دې اړه پلټنې پېل کړې او ویې موندله چې يو انزايم یې باعث کيږي. خو څرنګه؟

https://p.dw.com/p/4BxV0
Baby liegt im Gitterbett
انځور: Mascha Brichta/dpa/picture alliance

هيچا نه شوای کولی ډاکتر کارمل تیريس هېرنګتن ته تشريح کړي چې ولې یې زوی دامين په خوب کې ناڅاپه مړ شو. دا پېښه ۲۹ کاله تر مخه شوې وه.  بيو کیمياپوهې هيرېنګټن هغه وخت د وکيلې په توګه کار کاوه او درې اولادونه یې درلودل. نوموړې وایي: «هیچا نه شوای کولی چې ماته يې علت راوښيي. هغوی به يوازې ويل دا يوه تراژيدي ده خو دا يوه داسې تراژيدي وه چې زما په ساينسي مغزو برابره نه وه.»

تر دې څو کاله وروسته د دې د يوې نزدې ملګرې تي خوری ماشوم هم ناڅاپه مړ شو. همدا وه چې هېرنګټن پريکړه وکړه چې د دې د علت معلومولو له پاره يو ځل بیا څېړنو ته مخه کړي.

نوموړې د څېړنو په موخه د بسپنې راټولو کمپاين پېل کړ او د پېسو تر ټولولو وروسته یې په څيړنو لاس پورې کړ.

هېرنګټن د سدني د ويستميد په روغتون کې له خپل څېړنیز ټیم سر پر دې باور لري چې په رښتيا یې هم د ماشوم د ناڅاپي مړينې علت موندلی دی.

د « The Lancet eBioMedicine» په مجله کې د خپرې شوې څېړنې په حواله يو [Enzym] انزايم د تي خوري ماشوم مغز بندوي او په دې توګه د ماشومانو د ناڅاپي راويښېدو مخه نيسي.

په خوب کې مرګ

د ماشوم ناڅاپی مرګ (Sudden Infant Death Syndrome, SIDS) پرته له کوم خبرداري رامنځته کيږي، زياتره کله چې ماشوم ويده وي. له همدې کبله څيړونکي په دې آند ول چې علت یې ښايي د را ويښيدو په ميکانیزم کې نقض یا مشکل وي. په عمومي توګه دغه ميکانیزم د ماشوم د ويښېدو لامل کيږي کله چې تنفس یې ورديږي.

هر انسان طبعي د مديريت او کنترول سیسټمونه لري چې د مثال په توګه په وينه کې د ګازو په اندازه کولو سره د آکسيجن د کمښت پر وخت غبرګون ښيي او په دې توګه د تنفس سیسټم فعال ساتي.

کله چې د مغزو دا برخه په وينه کې د کاربن ډای اکسايد لوړه کچه اندازه کړي، د مثال په توګه کله چې سړی د کمپلې لاندې وي، نو په اتوماتيک ډول تنفس هڅول کيږي او اغیزمن کس راويښیږي. 

Symbolbild Friedhof Kindstod
د وينې د يوې معاينې له لارې د خطر سره مخ ماشومان پيژندل کيدلی او ژغورل کيدلی شيانځور: Rüdiger Wölk/imago images

د هېرنګټن د څېړونکې ډلې په حواله د ماشوم د ناڅاپي مړينې پر وخت د را ويښېدو دا ميکانیزم د مثال په توګه د يوه جینيتکي نقص له کبله نه بلکې د يوه انزايم له وجې له کاره لوېږي چې په مغز کې د دې ميکانیزم مخه نيسي.

د څېړونو په ترڅ کې دې ډلې د تر ۶۰ زياتو مړو تي خورو د وينې وچې شوې نمونې وکارولې او پر هغوی یې معاینات ترسره کړل. د وينې دغه نمونې د نويو زيږيدلو د وينې د معاينو د پروګرام په ترڅ کې اخيستل شوې وې. د ناڅاپي مړينې تر وخته پورې په څېړنه کې د شاملو دغه ماشومانو عمرونه د يوې اوونۍ او دوو کالونو ترمنځ وو.

د انزايم کمښت مغز بندوي

د روغو ماشومانو د وينې له نمونو سره تر مقايسې وروسته جوته شوه چې د « Butyrylcholinesterase» يا بي سي ايچ اي په نوم انزايم فعاليت په هغو ماشومانو چې په ناڅاپي مړه شوي ول، د روغو ماشومانو په مقابل کې ډېر ټیټ وو.

دا چې د بي سي ايچ اي انزايم په مغز کې د اطلاع رسونې په برخه کې ډېر مهم نقش لوبوي نو د هېرنګټن ټیم دې نتيجې ته ورسېد چې د دې انزايم د کمښت او د ماشوم د ناڅاپي مړينې ترمنځ، په تېره بيا په خوب کې، يو تړاو بايد موجود وي.

د بي سي ايچ اي انزايم کمښت کيدای شي په خوب کې د تنفسي وقفې يا « Sleep apnea» باعث وګرځي. په خوب کې د تنفسي وقفې موده د ياد انزايم د اخلال په کچې پورې تړلې ده.

پر وخت د وينې معاينه ژوند ژغورلای شي

که چېرې د بي سي ايچ اي انزايم کمښت په نورو څيړونو کې هم د ماشوم د ناڅاپي مړينې د علت په توګه تائيد شي نو کيدای شي په راتلونکي کې ډېر ژوندونه وژغورل شي. سړی کولی شي د بي سي ايچ اي انزايم په ماشومانو کې د ناڅاپي مړېنې د خطر د معمولو له پاره د کچې يا اندازې په توګه وکاروي. 

د هېرنګټن څېړونکی ټیم په پام کې لري چې اړونده د وينې آزموينو ته وده ورکړي څو په ماشومانو کې خطر پر وخت وپيژني او په دې توګه یې له ناڅاپي مړينې وژغوري.

ب. ص/ ن. ز (Alexander Freund)

زموږ له آرشيف څخه: