د بيروت په اعتراضونو کې په لسونو کسان ټپيان شوي دي
۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبهد شنبې په ماښام ( د دسمبر ۱۴مه) د بيروت ښار د شهدا په ميدان او د لبنان د پارلمان په شاوخوا سيمو کې سختې شخړې رامنځ ته شوې. ځینو خبري سرچينو دغه شخړې د تيرو اوونيو د نا آراميو په لړ کې تر ټولو شديدې او بې سارې توصيف کړي دي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، نښتو هغه مهال زور واخيست چې اعتراض کونکو غوښتل د پارلمان په مخ کې يوې حفاظت شوې سيمې ته وردننه شي.
د رپوټونو په حواله اعتراض کونکو د پوليسو پر لور ډبرې او اور توليدونکي مواد وار کړي دي او پولیسو بيا د هغوی د مخنيوي او پاشلو په موخه د اوښکو بهونکو ګازو او ربړي ګوليو استفاده کړې ده.
د آلمان خبري آژانس، د ځایي چارواکو او د سره صليب د همکارانو په حواله ليکي چې د شنبې شپې په نښتو کې لږ تر لږه ۲۰ پوليس او ۷۰ تنه اعتراض کونکي ټپيان شوي دي.
لبناني اعتراض کونکي له اوونيو راهیسې په حکومت کې د اداري او مالي فساد او د ناوړه اقتصادي او سياسي وضعيت پر ضد لاس پر اعتراضونو پورې کړی دی. دوی د دغه هيواد په جوړښتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.
د فرانسې خبري آژانس بيا د سره صليب له قوله د ټپي شوو اعتراض کونکو شمير ۴۳ ښودلی دی او زياته کړې يې ده چې لس کسان د درملنې مرکزونو ته ليږدول شوي او پاتې نورو ته د پيښې په ځای کې رسيدګي شوې ده.
سعد حريري، په لبنان کې د اعتراضي حرکتونو په ډيريدو سره د اکتوبر مياشتې په پای کې د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه استعفا ورکړه. خو اعتراض کونکي پر دې بسنه نه کوي او د لبنان ټول سياسي جوړښتونه غيرموثر او پر فساد ککړ بولي او خپلو مظاهرو ته لا هم ادامه ورکوي.
د حزب الله ډله چې د ايران له خوا يې ملاتړ کيږي، د سعد حريري په حکومت کې يې حضور درلود. په همدې اساس د دغې ډلې پلويانو په تيرو اوونيو کې په وار وار د اعتراض کونکو پر مرکزونو باندې حملې کړي او هغوی سره ښکيل شوي دي.
له مخکې څخه د اعلان شوي پلان له مخې، په پام کې ده چې د لبنان د پارلمان فراکسيونونه، سبا دوشنبه (د دسمبر ۱۶مه) د سعد حريري د ځای ناستي د معرفي کولو په موخه د لبنان له ولسمشر ميشل عون سره وګوري.