1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلجیم پاچا خپله ناجايزه لور ومنله

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د بلجیم پخواني پاچا د خپلې ناجایزي لور پر پلاروالي (بیولوژيکي پلار) اعتراف کړی دی. پاچا دا اعتراف د «ډي ان ای» تر معایناتو وروسته کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Wvt2
König Albert von Belgien und Delphine Boel
انځور: picture-alliance/dpa/D. Lebrun/D. Waem

د بلجیم پخواني پاچا البیرت دویم د جنورې پر ۲۷ نیټه د هغې ۵۲ کلنې ښځې پر پلارتوب اعتراف وکړ چې له یوې ښځې سره د ده د نامشروع جنسي اړیکو په نتیجه کې پیدا شوې وه.

البیرت دویم چې اوس کومه ښځه په لور منلې ده، له تیرو دوو لسیزو راهیسې يې له ده څخه غوښتنه کوله چې هغه د لور په توګه ومني. د «ډي ان ای» تر معایناتو وروسته پخوانی پاچا د مشهورې نقاشې دیلفینه بوئل، حقیقي پلار وبلل شو.

بوئل په خپله وینا کې دا هم وویل: «کله چې حقیقت ورته معلوم شو، نو د محاکمې جنګ پیلول ورته مشکل ول، خو پرته له دې یي بله لار نه درلوده».

دیلفینه بوئل د البیرت له خوا تر پرله پسې انکار وروسته په ۲۰۱۳م کال کې محکمې ته مراجعه وکړه. البیرت دویم د دې له پاره چې پاچا وو نو د محکمې له بهیر څخه مستثناء بلل کید، خو له تخت څخه تر لیري کیدو وروسته هغه له دې استثناء څخه محروم شو.

د محکمې د پریکړې پر اساس د پاچا «ډي ان ای» معاینات ترسره شول چې په نتیجه کې د هغه او دیلفينه بوئل ډي ان ای مطابقت درلود.

تر اوسه پورې لا دا معلومه نه ده چې آیا دیلفینه بوئل به د شاهي امکاناتو پر ترلاسه کولو سربیره شهزادګۍ هم وبلل شي او که څنګه؟

البیرت دویم له ۱۹۹۳م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د بلجیم پاچا وو. هغه د ناروغۍ له امله د پادشاهې له تخته لیري شو او پرځای یې اوس مشر زوی فیلیپ د چارو واګۍ په لاس کې لري او د بلجیم پادشاه ده.

دویچه ویله/ش.ن/ ن.ز