د بشرې حقونو سازمان پر طالبانو نیوکه کړې
۱۳۹۰ شهریور ۱۰, پنجشنبهپه هغې خبرپاڼې کې چې د دغه سازمان لخوا خپره شوې راغلي چې د طالبانو دغه کار بشري حقونو ته توهین کول دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.
په خبر پاڼې کې همدا راز راغلي چې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره د ماشومانو کارول په وروستیو کې ډیر معمول شوی دی.
طالبان چې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په وړاندې په جکړه بوخت دي ډير وخت د ځانمرګو بریدونو او د واټ د غاړي ماینونو په ایښودو سره خپل بریدونه تر سره کوي.
د بشري حقونو دغه سازمان په خپلې خبرپاڼې کې ویلي دي چې په ورستیو کې ډیر کوچني ماشومان د ځانمرګو بریدونو په تر سره کولو کې ښکیل کیږي.
«ویل کیږي چې آن اوه کلن ماشومان د ځانمرګو بریدونو د تر سره کونکو په توګه ګمارل شوي دي.»
هغه ماشومانو چې د ځانمرګو بریدونو د تر سره کولو وړاندې خپل ځانونه پولیسو ته سپارلې ویلي چې طالبانو دوې ته ویلې وه چې پر دوې داسې جادو شوي چې له دوې څخه د ځانمرګي برید د ترسره کولو پر وخت محافظت کوي او دوې به له برید څخه وروسته هم ژوندي پاټې شي.
د افغانستان په اوروزګان ولایت کې د تیري جون په میاشتې کې یوې اته کلنې ماشومې وروسته له هغې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې طالبانو وروته چاودیدونکې مواد ورکړي ول ترڅو یې د افغان امنیتي ځواکونو نږدي ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې یوه 12 کلن ماشوم څلور ملکیان د پکتیکا په ولایت کی ووژل.
د بشري حقونو د دغه سازمان د اسیا د څانګی مشر، برد ادمس، وایې چې په ځانمرګو بریدونو کې د ماشومانو کارول نه یوازې ځورونکی دی، بلکه د طالبانو د مشر، ملا عمر، هغه ادعا چې ګواکې دوی له ملکي کسانو او ماشومانو څخه ساتنه کوې غلطه ثابتوي.
په روانې اونۍ کې افغان ولسمشر، حامد کرزي، 25 ماشومان چې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره روزل شوې ول او بیا د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي ول عفو کړل. دغو ماشومانو د شپږو څخه تر 18 کاله عمر درلود چې د ولسمشر لخوا د کوچني اختر په مناسبت عفو شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم