د بشري حقونو د خوندي ساتنې لپاره نوی کمپاین
۱۳۹۱ بهمن ۱۷, سهشنبهپه ۲۰۱۴م کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به دغه هیواد د بدلون لسیزه تجربه کړي. د دغه لسیزي امنیتي، سیاسي او اقتصادي تحولات به د افغانستان د دولت پر غاړه وي. د بشري حقونو بنسټونه په دې هڅو کې دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د افغانستان خلک یو ځل بیا پر بشری حقونو د تیریو شاهدان نه وي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون، اجرائیویي رئیس موسی محمودي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دغه څیړنې پایله به د یوه راپور په ترڅ کې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې په اختیار کې ورکړل شي.
د دغه ارزونی د راپور د چمتو کولو څخه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون هدف دا دی، چې د بشري حقونو د ړومبیتوبونواو خلاو ته سیاستوالان او تصمیم نیونکي، متوجه کړي.
تر اوسه د بشري حقونو ارزونه په دریو ولایتونو کې تر سره شوې ده او په پام کې ده چې کمیسیون به په دې اړه یو راپور هم خپور کړي. د بشري حقونو د کمیسیون پنځه کلن پروگرام هم د دغه ارزونې په پام کې نیولو سره تنظمیږي.
سوله او بشري حقونه
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دغه گام په داسې وخت کې پیل شوی دی، چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له پاره نوی چمتوالی نیول کیږی. د طالبانو یوه غوښتنه په اساسي قانون کې بدلون دی، چې په هغې کې د ښځو حقوق تضمین شوي او د افغانستان ټول خلک د یو شان حقوقو او مکلیفتونو څخه برخه من دي.
د ښاغلي محمودي په وینا په تیرو څلورو کلونو کې طالبانو په سیستماتیک او پرلپسې توگه له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده. هغه وویل چې له طالبانو سره د سولې په صورت کې باید د بشري حقونو مسایل په پام کې ونیول شي:
«مهمې مسئلی وجود لري. د بشري حقونو څخه سرغړونه چې هغوی (طالبانو) تر سره کړي، په دې برخه کې د هغوی غبرگون مهم دی. د ښځو د بشري حقونو رعایتول مهم دي او همداشان د عدالت موجودیت هم مهم دی.»
د بشري حقونو ټينگار پردې دی، چې عدالت او بشري حقونو ته د هغو ارزښتونو په سترگه وکتل شي، چې پر هغو باندی معامله و نه شي.
په پام کې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د ټول هیواد په کچه امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي په هغه صورت کې چې افغان امنیتي ځواکونه د غیر نظامي خلکو د بشري حقونو د رعایت په برخه کې پر خپلو ژمنو باندې عمل وکړی، په دغه صورت کې به د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه کمه انديښنه موجوده وي.
ښاغلی محمودي وایي چې یوه اندیښنه دا ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د زده کړې سطحې ټیټه ده او دا ښایی د دې لامل شي چی په جگړو کې ولسی وګړو ته تاوان ورسیږي.
د ښاغلي محمودي په وینا، د جگړي اصلي تاوانونه ښځو او ماشومانو ته متوجي دي او په دې برخه کې باید داسې تعهدات وجود ولري چې د امکان تر حده د هغوی بشري حقونه خوندی وساتل شي.