د برګزيت توافق د دريم ځل له پاره د بريتانيا په پارلمان کې رد شو | آلمان او نړۍ | DW | 30.03.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

د برګزيت توافق د دريم ځل له پاره د بريتانيا په پارلمان کې رد شو

د بريتانيا د پارلمان اکثريت غړو له اروپايي اتحاديې څخه د دغه هيواد د وتلو په اړه د دغې اتحاديې او ترزا مې توافق ته مخالفه رايه ورکړې ده. دې سره د حکومت ځينې مخالفان د چټکو انتخاباتو غوښتونکي شوي دي.

دا دريم ځل دی چې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو يعنې «برګزيت» په اړه د بريتانيا د صدراعظمې ترزا مې پيشنهادي طرحه په پارلمان کې د مخالفو رايو په ترلاسه کولو له ناکامۍ سره مخ کيږي.

د پارلمان د جمعې ورځې (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۹مه) په غونډه کې ۳۴۴ غړو د برګزيت طرحې ته مخالفې رايې او ۲۸۶ غړو موافقې رايې ورکړې. ياده طرحه يوازې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه وه او تر جلا کيدو وروسته د دواړو خواوو د روابطو په اړه سياسي بيانيه يې په بر کې نه لرله.

د آلمان د يو تلويزيون د «تاګ شو» يعنې د خبرو اترو د يوې خپرونې د رپوټ پر اساس، مخکې له دې چې د رای ورکونې بهير پيل شي، صدراعظمې ترزا مې د پارلمان غړو ته په خطاب کې پر دې ټينګار وکړ چې په دې تاريخې شيبو کې، مهمه ده چې هر څوک د بريتانيا د ګټو له پاره خپل شخصي او ګوندي تمايلات يو خوا پريږدي.

مې د بريتانيا پارلمان له استازو څخه وغوښتل تر څو يو ځل بيا د خپلو زړونو آوازونو ته غوږ کښيږدي او هغه کار ترسره کړي چې د هيواد په ګټه وي. هغې د پارلمان غړو سره ژمنه وکړه چې د برګزيت توافق د تصويب په صورت کې به خپل مقام، د صدراعظمۍ دورې له ختميدو څخه د مخه پريږدي.

د وروستي مهلت له لاسه ورکول

پارلمان د برګزيت توافق ته په داسې ورځ رايې ورکړې، چې د پلان له مخې په پام کې وه بريتانيا له اروپايي اتحاديې څخه ووځي. لا د مخه روښانه وه چې د ترزا مې حکومت به د مارچ په ۲۹ ونه توانيږي له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو شرايط برابر کړي.

Großbritannien London - Debatte zum Brexit (picture-alliance/dpa/PA Wire/House of Commons)

د بريتانيا صدراعظمه ترزا مې

د جمعې ورځې غونډه، له اروپايي اتحاديې څخه د لندن د وتلو د پیشنهادي طرحې د تصويب له پاره وروستی فرصت وو. اوس لندن د اپريل تر ۱۲مه وخت لري چې له توافق پرته له اروپايي اتحاديې څخه ووځي.

يو بل احتمال چې په اړه يې ګومانونه کیږي، هغه له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو د نهايي مهلت شاته غورځول دی چې د يوې نامعلومې مودې له پاره به وي. د بريتانيا په پارلمان کې د برګزيت توافق ته د دريم ځل له پاره مخالفې رايې ورکول، د ترزا مې سياسي راتلونکې له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. په عين وخت کې د مخالفو ګوندونو يو شمير سياستوالو بيا د چټکو پارلماني انتخاباتو د ترسره کيدو غوښتونکي شوي دي.

د ګارګر ګوند مشر جرمي کوربين چې صدراعظمه ترزا مې يې «په ټولو آزموينو کې ماتې خوړونکې» سياستواله بللې، وروسته له هغې چې د پارلمان اکثريت غړو د برګزيت توافق ته مخالفې رايې ورکړې، ټينګار وکړ چې له موجوده بحراني وضعيت څخه د وتلو يوازينۍ لاره، له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه له سره ټولپوښتنه او يا هم د چټکو پارلماني انتخاباتو ترسره کول دي.

dw persian/ م. ک. ص/ ن ص

اعلان