1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برتانيې مطبوعاتي افتضاح حکومت هم تر فشار لاندي کړی

۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبه

د برتانيا صدراعظم، ديويد کمرون، د نړۍ خبرونه په نامه مشهوري ورځپاڼي په افتضاح کي خپل هر ډول لاس درلودل رد کړل. خو د مخالف، کارګر ګوند مشر ايد ميليبند هغه داسي په آسانۍ سره نه خوشي کوي.

https://p.dw.com/p/120wD
د برِتانیا صدراعظم دیوید کمرون
د برِتانیا صدراعظم دیوید کمرونانځور: picture alliance/dpa

د برتانيې صدارعظم ، ديويد کمرون د خپل هيواد د پارلمان په يوه غونډه کي، د وروستي مطبوعاتي افتضاح په اړه دريځ ونيو. دغي افتضاح د برتانيې د دیموکراسۍ بنسټيز تأسیسات تر سوال لاندي راوستي.

يوه ورځ مخکي له دي چي د "News of the World" ورځپاڼي پخوانی څښتن، روپرت مردوک پارلماني غونډي ته احضار سوی ؤ.

ويل سوي، چي د نوموړي ورځپاڼي خبريالانو د برتانيې د مخورو کسانو، د ترور او قتل د قربانيانو او دغه راز د وژل سويو برتانوي سرتيرو د کونډو په زر ګونو تيلفوني خبرو ته په پټه غوږ نيولی.

د بريتانيا د پارلمان د غوډنی یوه برخه
د بريتانيا د پارلمان د غوډنی یوه برخهانځور: picture alliance/dpa

دغه راز ويل سوي، چي په دې افتضاح کي پوليسو ته هم رشوتونه ورکړال سوي.

د دې بدنامي تر مخه صدارعظم کمرون د نوموړي ورځپاڼي سر ليکوال، اندي کولسن د خپل مشاور په توګه ټاکلی ؤ. په هغه وخت کي کولسن چي له نوموړي ورځپاڼي سره کار کاوه، د غيري قانوني تليفوني غوږ نيولو او پوليسو ته د رشوت ورکولو موضوع څخه خبر ؤ.

کمرون اعتراف وکړ، چي د هغه دا تصميم يو اشتباه ؤ چي نوموړی يې د خپل مشاور په توګه ټاکلی ؤ.

کمرون د استازو مجلس ته وویل:«د دغي پيښي د پسمنظر په پام کي نيولو او دا چي په نتيجه کي يي، څه پيښ سول، بايد ووايم که چيري زه پري خبر وای، هغه ته به مي دا دنده نه وای ورکړې او زه باور لرم چي هغه به هم نه وای منلې.»

د بريتانيا د کارګر د ګوند مشر اید میلیبند
د بريتانيا د کارګر د ګوند مشر اید میلیبندانځور: AP

د ليبر يا کارګر ګوند مشر، ايد ميليبند پوهيږي چي ډير ښه موقع ورته برابره سوې تر څو په صدراعظم کمرون باندي خپل ګذار وکړي. هغه وايي، کمرون په دې کار سره ستره اشتباه کړې چي بايد ځواب يي ورکړي.

د بريتانيا صدراعظم وويل، چي د تيلفوني غوږنيوني د افتضاح د پلټني کمېسيون به پراخ کړي، هغه دا چي نه يوازي د ورځپاڼو، بلکي د راديوګانو او تلويزيونو د کار څرنګوالي هم بايد تر پلټني لاندي ونيول سي.

د نړۍ خبرونه، د ورځپاڼي افتضاح د برتانيې ټول ولس ته يي ټکان ورکړ، دې افتضاح کیي د برتانیې د دیموکراسۍ دوه مهم ارګانونه، «آزادي رسنۍ» او د « قانون اجرائي ارګان» په غیرقانونی کړو وړو لړل سوی.

شتیفان لوخنر/ عبدالباری حکیم

کتونکی: مسعود جهش