1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايمنستي: په نړۍ کې د اعدام سزا تطبیقیدو پېښې ډېرې شوي

۱۴۰۳ خرداد ۹, چهارشنبه

د بخښنې نړيوال سازمان د خپل تازه رپوټ په نشرولو سره ويلي دی چې په ۲۰۲۳م کال کې تر زرو ډېرې د اعدام پېښې ثبت شوي دي. له دې اعدامونو څخه یې درې په څلورمه برخه په ایران کې پلي شوي دي.

https://p.dw.com/p/4gPJy
آرشيف انځور: په ایران کې د اعدام سزاو پر ضد احتجاج
آرشيف انځور: په ایران کې د اعدام سزاو پر ضد احتجاجانځور: Ali Khaligh/Middle East Images/IMAGO

ایمنيستي انترنيشنل يا د بخښنې نړيوال سازمان په خپل کلني رپوټ کې چې د چهار شنبې په ورځ یې نشر کړی، ويلي دي چې په ټوله نړۍ کې یې د اعدام لږ تر لږه ۱۱۵۳ پېښې ثبت کړي دي چې د تېر ۲۰۲۲م کال په پرتله ۳۱ سلنه زياتوالی ښيي.

خو د رپوټ په حواله د هغه هېوادونو شمير راکم شوی دی چې د اعدام سزا پکې عملي کيږي او د ۱۶ ريکارډ کچې ته راټيت شوی دی.

په ایران کې تر ټولو ډېر اعدمونه

په ايران کې ۸۵۳ اعدامونه ثبت شوي دي چې دا د ټولو اعدامونو درې په څلورمه برخه جوړوي او د  ۲۰۲۲م کال په پرتله په دغه هېواد کې د اعدامونو په شمير کې د ۵۰ سلنه زياتوالي ښيي.

د ایمنيستي انترنيشنل په خبره په ايران کې د اعدام شويو نامتناسب شمير د بلوچانو د اقليت غړي تشکیلوي. په ايران کې د اعدام د ثبت شويو مواردو څخه یې تر ۶۰ سلنه ډېر د نشه يي توکو اړوندو جرمونو پورې تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د نړيوال حقونو پر اساس د دې ډول جرمونو ترسره کوونکي بايد اعدام نه شي.

ایمنیستي انترنشنل یا د بخښنی نړیوال سازمان د شمیرو پر اساس، په سعودي عربستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۲، په سومالیا کې ۳۸ تنه او په امریکا متحده ایالاتو کې ۲۴ کسان اعدام سوي دي. په دغه احصائیه کې د چین، شمالي کوریا او ویتنام نوم نه دی راغلی. خو د بخښنې نړیوال سازمان په دې باور دی چې په دغو دریو هیوادونو کې په پراخه کچه اعدامونه ترسره کیږي.

د آلمان په پارلمان کې د بشری حقونو د کمیټې مشرې، ریناتا الت، په نړیواله سطحه د اعدامونو د شمیر زیاتوالی ټکان ورکوونکی وباله او د آلمان له حکومت څخه یې وغوښتل چې ددغه بهیر پر وړاندي مقابله وکړي.

آرشيف انځور: په ایران کې د اعدام پر ضد لاريون
آرشيف انځور: په ایران کې د اعدام پر ضد لاريونانځور: Allison Bailey/NurPhoto/picture alliance

د آلمان له آزاد ډیموکراټ گوند (FDP) څخه ریناتا الت، څرگنده کړه چې په تېر ۲۰۲۳ م کال کې د ۲۰۲۲م کال په په پرتله  د اعدام د سزا د شمیر د زیاتوالي په هکله د امنیستي انترنشنل یا بخښنی نړیوال سازمان له خوا وړاندي سوي ارقام حیرانوونکي نه دي، خو بیا هم ټکان ورکوونکي دي.«

هغې د خپلو خبرو په دوام وویل: «ښايي د اعدامونو اصلي شميرې تر دې هم لوړي وي.»

نوموړې وویل چې «چين یو ځل بیا د اعدامونو د دغو ډاروونکو شمیرو د نوملړ په سر کې دی، تر هغه وروسته ایران په دوهم ردیف کې راځي. دواړه حکومتونه په سیستماتیک ډول د اعدام حکمونه عملي کوي ترڅو د حکومت په وړاندي ملکي کسانو کې بیره او ډار خپاره کړي.«

الت ټینګار کوي: «اعدام تل یو غیرانساني عمل دی او له بشري حقونو څخه سخته سرغړونه بلل کیږي. دا د منلو او زغملو وړ نه ده چې له هغه څخه دي په مذهبي او کلتوري دلایلو دفاع وسي.«

الت، د جرمني له حکومته غوښتي چې په دوه اړخیزو او نړیوالو خبرو اترو کې برخه واخلي، تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې »د اعدام د سزا د عملی کولو د اندیښنې وړ د زیاتوالي بهیر په دې ډول ادامه پيدا نه کړي.«

نوموړې غوښتنه وکړه چې په تیره بیا په امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان کې، د مثال په ډول له مدني ټولنو څخه ملاتړ وسي چې »مخ په زیاتیدونکي ډول د اعدام پر سزاو باندي انتقادونه کوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب