1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د پيسو د ستنولو له کبله په غوسه دي

۱۴۰۰ بهمن ۲۴, یکشنبه

د متحده آيالاتو د ولسمشر جوبايدن پرېکړې افغانان ناراضه کړي دي. پخوانو سياسيونو، اکاډميکو شخصيتونو او د حاکمو طالبانو غړو دغه پرېکړه ناسمه بللې ده.

https://p.dw.com/p/46waY
Taliban-Vorstoß erhöht die politische wirtschaftliche Unsicherheit in Afghanistan
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

سپينې ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان کړی وو چې په امریکا متحده آيالاتو کې کنګل شوې د افغانستان پولي زېرمې چې تقريبا اووه مليارډه ډالره کیږي، به په دوو برخو ووېشل شي: تقريبا ۳،۵ مليارډه ډالره به د ۱۱ سپتمبر په څېر د بریدونو د قربانيانو د خپلوانو حقوقي دعوو ته وساتل شي. باقي برخه به يې په افغانستان کې د بشري مرستو له پاره په اختيار کې ورکول کيږي.

دغه رقم برسېره پر هغو جاري مرستو هم راځي چې متحده آيالات يې د بېړنيو مرستو په صفت ورته دوام ورکوي. خو داسې هم ويل شوي چې دغه پیسې بايد په هيڅ صورت په کابل کې د طالبانو حکومت ته ورنه کړل شي. د طالبانو لوړپوړي وياند محمد نعيم، د شنبې په ورځ د متحده آيالاتو دغه پلان په تويتر کې »غلا« وبلله. له افغانستان څخه نورو کسانو هم په ټولنيزو رسنيو کې پر ولسمشر جوبايدن دا تور ولګاوه چې دی هغه پيسې پټوي چې د افغانانو حق يې بولي. په دې ترڅ کې په افغانستان کې بشري وضعيت ناورين ته ورته دی.

د افغانستان د ماليې پخواني وزير، خالد پاينده په تويتر کې خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پولي زېرمې مصرف کړل شي نو د افغانستان پولي واحد افغانۍ به خپل ارزښت له لاسه ورکړي. هغه دا هم وليکل چې »دا به افغان اقتصاد ته تر ټولو ستره او نه جبرانېدونکې ضربه وي.« د افغان سياستپوه محسن امين په خبره »دا صلا د دې معنی ورکوي چې افغانانو ته خپلې پيسې د بشري مرستو په توګه بېرته ورکول کيږي په داسې حال کې چې اقتصاد يې په ټپه درول کيږي.«

Afghanistan Kabul | Protest für Freigabe der eingefrorenen Geldmittel
په کابل کې د کنګل شويو پيسو د آزادولو په موخه لاریونونه شوي دي.انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

وسله والو طالبانو تېر کال په افغانستان کې خپله ولکه ټينګه کړې وه. د امريکا متحده آيالاتو او نړيوالو سازمانونو له دې وروسته پر افغانستان د پيسو جريانونه قطع کړل. د متحده آيالاتو د معلوماتو له مخې په دې وخت کې تقريبا نهه مليارډه ډالره پولي زېرمې په خارج کې وې، چې دوه مليارډه يې په اروپا کې دي، د نورو تر څنګ په آلمان او همداراز په متحده عربي اماراتو کې. خو جنجال د هغو اوو مليارډو ډالرو په سر راولاړ شوی دی چې د امريکا په متحده آيالاتو کې ساتل کيږي.

ن.ص./ا.خ.ح.(dpa)