د ایران او امریکا په شخړه کې د تهران ګواښوونکې ستراتیژي | سيمه | DW | 24.06.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

سيمه

د ایران او امریکا په شخړه کې د تهران ګواښوونکې ستراتیژي

داسې ښکاري چې د ایران او امریکا تر منځ په شخړه کې دې تهران په کنترول کې وي. ایران په دې شخړه کې له یوې غیر معمولي پوځي ستراتیژي څخه کار اخلي چې د ترمپ اداره پر شا کړي.

تیره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، تر هغه وروسته پر ایران باندې د برید امر وکړ چې تهران د امریکا يوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله. ترمپ بیا پر ایران د برید تر عملي کیدو لږ مخکې، له خپلې پریکړې پرشا شو او ویې ویل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي له کبله یې د دې برید مخه نیولې ده.

خو ایراني چارواکي بیا د بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په اړه او له خپل هیواد څخه د دفاع کولو په برخه کې پټې خبري نه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي، ویلي دي: «موږ به اجازه ور نه کړو چې د ایران یوه پوله هم تر پښو لاندي شي. ایران به د امریکا د هر ډول یرغل او ګواښ کلکه مقابله وکړي.»

که سړی ایران او امریکا سره پرتله کړي نو په لومړي نظر کې داسې ښکاري چې ښايي له تهران سره پوځي جګړه د ایران له پاره کومه ډیره زیاته ستونزمنه موضوع نه وي. د امریکا کورنۍ ناخالص عاید د ایران پر پرتله ۴۴ وارې ډیر دی. امریکا پر خپل پوځ د ایران په پرتله ۷۰ وارې ډیرې لګښت کوي او د تهران په پرتله ۱۵ وارې ډیرې جنګي الوتکې لري.

پر دې سربیره د ايران هوایي ځواک له امریکا، چین او پخواني شوروي څخه له اخیستل شویو زړو الوتکو جوړ دی. د دې هیواد F-14 ډوله الوتکې د ۱۹۷۹م کال تر اسلامي انقلاب مخکې دې هیواد ته ورکړل شوي وې. د ایران سمندري ځواک هم د۴۰ کلونو بندیزونو له کبله په ډیر ښه حالت کې نه دی.

خو ایران بیا د هدایت شویو توغندیو، کروز راکټونو او په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو ذخیره لري، چې له دې هیواد سره د امریکا متحده ایالاتو یوه احتمالي جګړه ستونزمنوي. که جګړه وشي نو ایران ښايي د امریکایي د پوځي اهداف په نښه کولو څخه یو څه پراخ فکر وکړي او پر ځای یې په سیمه کې نرم هدفونه په نښه کړي، د بیلګې په توگه له هرموز تنګۍ څخه تیریدونکې کښتۍ.

د نرمو اهدافو په نښه کول

په دغه شان یوې سناریو کې به د ایران «سپاه پاسدران» ځواک د دې هیواد تر عادي پوځ ډیر کلیدي نقش ولري. د پوځي چارو کارپوه تیودو کاراسیک، په وروستیو وختونو کې د عرب نیوز رسنیو له پاره په یوه څیړنه کې لیکلي دي: «د سپاه پاسداران ځواکونه کولی شي په خلیج، د اومان په خیلج او د خزر په سمندر کې د کښتیو د حرکت مسیرونه وګواښي. هغوی دا کار د ډیرو هغو منابعو په مرسته کولی شي چې په سیمه کې یې په اختیار کې لري چې په هغوی کې اوبتل، د اوبو ځیرک توغندي، ځیرک ماینونه او په وچه کې ځای پر ځای شوي د اوږده واټن ویشتونکي کښتیو ضد توغندي شامل دي. دغه توغندي په ستراتیژیک ډول د ایران په خاوره، ټاپوګانو او کښتیو کې ځای پر ځای دی.»

پر دې سربیره ایران له خپلو نورو منابعو څخه په ګټه اخیستلو سره کولی شي د نفتو ټانکرونه په نخښه کړي. ځانمرګي کوماندو بیا کولای شي د دغه شان بریدونو موثریت لوړ کړي.

کاراسیک همداراز ټینګار کوي چې د ایران الکترونیکي وړتیاوې کیدای شي چې د امریکا د قوماندې او اړیکو د مرکزونو له پاره په یوه سرخوږي بدل شي او په دې ترتیب سره د واشنګټن د استخباراتو موثریت تر یوه حده پورې وګواښي.

دغه ډول یو برید کیدای شي نړۍ ته د نفتو لیږد لږ تر لږه د یوې مودې له پاره ودروي. په نړۍ کې د تولیدېدونکو نفتو یو پر پنځمه برخه د ایران او عربي هیوادونو تر منځ پراته تنګي څخه تیريږي.

که د هرموز تنګی د نفتو د لیږد له پاره په یوه ناامنه سیمه بدل شي، نو اغیز به یې نه یوازې پر امریکا، بلکي پر ټوله نړۍ وي.

له دې سره به نو امریکا تر زیات فشار لاندي راشي چې له ایران سره خپلې شخړي حل کړي او یا دا چې هیڅ یې پیل نه کړي.

د ایران ځمکني ځواکونه، د محاسبې نه وړ ګواښ

بله خبره چې روښانه نه ده، د ایران پر وړاندي د امریکا د بریا تعریف دی. که څه هم امریکا د ایران کښتۍ او الوتکې په اسانۍ سره له منځه وړلای شي، خو په دې صورت کې به هم ایران خپل ډیرو توغندیو ته لاسرسی ولري. له همدغو توغندیو څخه به د نرمو اهدافو د په نخښه کولو په موخه کار واخیستل شي. په دې صورت کې به امریکا اړه شي چې پر ایران ځمکنی برید وکړ. دا هغه څه دي چې ایران ورته له کلونو راهیسې تیاري نیسي.

امریکا میشته راند بنسټ ویلي دي چې ایران داسې شرایط رامنځ ته کړي دي چې «یرغلګرو ته په هر قدم کې ګواښ رامنځ ته کوي». 

پر دې سربیره ایران کولی شي له خپلو پولو بهر هم امریکا متحده ایالات تر فشار لاندي راولي او په نیابتي جګړې لاس پورې کړي. په دې برخه کې د لبنان حزب الله ډله کارول ه شامل دي.

(ms/nz (Kersten Knipp

زموږ له ارشیف څخه

DW.COM

اعلان