1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي گواښ له کبله کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر وځنډېد

۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د پاکستان د پارلمان رئيس ويلي دي چي د امنيتي دلايلو له کبله يې افغانستان ته سفر ځنډېدلی دی. د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې بيا ويلي دي چې د تخنيکي دلايلو له کبله د کابل نړيوال هوايي ډگر د يوه ساعت له پاره تړل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3ring
Pakistan Asad Qaiser
انځور: Emrah Yorulmaz/AA/picture alliance

د یوې سرچینې په وینا د کابل په نړيوال هوايي ډگر کې هغي الوتکي ته د کښېناستلو اجازه نه ده ورکړل شوې چې د پاکستان د پارلمان مشر پکښې وو. خو د افغانستان د ملکي هوایي چلن اداره د پاکستان د پارلمان مشر د الوتکې د بیرته ستنیدو په هکله څه نه وایي.

د ځینو افغان رسنیو په وینا هغه الوتکه چې د پاکستان د پارلمان مشر اسد قيصر پکښې وو، کابل ته داخله شوې وه، خو د امنیتي دلایلو له کبله بیرته پاکستان ته ستنه شوه.

د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر بيا په يوه تويت کې ليکلي دي چې افغانستان ته یې سفر ځنډېدلی دی. هغه د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «د امنیتي دلایلو له کبله د کابل هوایي ډګر د بندیدو په وجه، افغانستان ته د [پاکستان] پارلماني پلاوي سفر وځنډید.»

د پاکستان له پاره د افغانستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د خپل تویتر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې کابل ته د پارلمان د مشر سفر د امنیتي ګواښ له کبله د هوایي ډګر د بندیدو په وجه وځنډید.

د هغه په خبره الوتکې کیناسته چې «کنټرول ټاور ورته د هوایي ډګر د بندیدو خبر ورکړ.» د نوموړي په خبره تر دوو اړخیزو مشورو وروسته به د سفر د نوو نېټو په هکله پریکړه وشي.

په پام کې وه چې د اسد قیصر په مشرۍ د پاکستان یو پارلماني پلاوی د اپریل له اتمې نېټې څخه تر یوولسمې نېټې په افغانستان کې وي.

له دې سره سم د افغانستان پارلمان خبر ورکړی دی چې کابل ته د پاکستان د پارلمان د مشر سفر ځنډیدلی دی. خو په دې هکله یې نور جزئیات نه دي لیکلي.

د کابل د ملکي هوایي چلن ادارې ويلي دي چې تر یوه ساعت او شلو دقیقو ځنډ وروسته اوس پروازونه بیرته پیل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل