د امریکا پخوانی ولسمشر «مشر» جورج بوش ومړ
۱۳۹۷ آذر ۱۰, شنبهاعلان
د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، جورج بوش، نن د شنبې په ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی د ۱۹۸۹ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۳ م کاله پورې د امریکا ولسمشر وو. بوش د دغه هیواد په جمهوري غوښتونکي ګوند پورې تړاو درلود.
جورج بوش د ریګن د جمهوري ریاست پر وخت د هغه مرستیال او د نیکسن د ولسمشرۍ پر مهال دوه کاله د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا متحده ایالاتو سفير وو.
جورج بوش په ۱۹۹۱م کال د یوه بین المللي ائتلاف په راس کې پر کویت د عراق د برید پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ او د کویت د آزادولو له پاره لاس په کار شو. په دې ائتلاف کې یو شمیر لویدیځ هیوادونه او د فارس خلیج د څنډې عربي او افریقایي هیوادونه شامل ول.
جورج بوش پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د روسیې په مقابل کې د افغان مجاهدينو ښکاره ملاتړ هم کړی دی.