د الکترونيکي سگريټو تاوان تر معمولي ۹۵ سلنه کم دئ
۱۳۹۴ مرداد ۲۹, پنجشنبهد بريتانيا د عامي روغتيا يوې ادارې د يوې څېړني پايلي خپرې کړي دي، چي ښيي د الکترونيکي سگريټو ضرر تر معمولي سگرېټو ډېر لږ دئ.
تر دې دمخه د نړۍ په ډېرو هيوادونو کي الکترونيکي سگرېټو ته هم د يوه ستر خطر په سترگه کتل کېده.
الکتورنيکي سگرېټ (E-cigarettes) له تنباکوو خلاص وي او یو ډول نيکوتين ته ورته بخار توليدوي. له دې سره سره چي په نړۍ کي د الکترونيکي سگرېټو تود هرکلی سوی او د هغه د ضررونو په اړه هم بحثونه سوي دي، بیا هم د روغتيايي چارو په برخه کي فعالو سازمانونو د معمولي سگرېټو پر ځای د الکتورنيکي سگرېټو کارول چي ضرر ئې هم لږ دئ په اړه په شک کي دي.
رويترز خبري آژانس د دغي څېړني د مشر پروفسور کوین له قوله ليکي: «الکترونيکي سگرېت له يوه مخه له ضرره خلاص نه دي، خو که سړی ئې له معمولي سگرېټو سره استعمال پرتله کړي شواهد ښيي چي د الکرونيکي سگرېټو ضرر تر معمولي ۹۵ سلنه لږ دئ.»
د دغي څېړني له مخي په هغو سگرېټو کي چي تنباکو لري ډېر داسي کيمياوي مواد کاريږي چي د بېلابېلو ناروغيو سبب گرځي، خو دغه شان مواد بيا په الکترونيکي سگرېټو کي نسته.
د الکترونيکي سگرېټو دود هم د معمولي سگرېټو تر دود ۹۵ سلنه لږ او توان ئې هم په دغه اندازه کم دی.
څېړونکي په دې باور دي چي الکترونيکي سگرېټ به د معمولي سگرېټو د خوشي کولو له پاره يو ښه بديل وي.
د الکرونيکي سگرېټو پرضد تبليغات سره سره بيا هم په امريکا او بريتانيا کي د معمولي سگرېټو د خوشي کولو له پاره د الکترونيکي سگرېټو کارول تر ټولو غوره لار گڼل کيږي.
په څېړنه کي راغلي دي چي په بريتانيا کي ټول هغه ۲ ميليونه انسانان چي اوس الکترونيکي سگرېټ کاروي، تر دې دمخه ئې تنباکو لرونکي سگرېټ څکول او اصلي هدف ئې د سگرېټو خوشي کول دي.