1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې راتلونکی مشر به څوک وي؟

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

د القاعدې شبکې د لارښود اسامه بن لادن تر مرگ وروسته اوس داسي ويل کيږي چي د هغه ځای ناستي ته دوه تنه کانديد دي. لومړی د هغه مرستيال ايمن الظواهري او خطيب انور ال اولاکي چي د عربو د ټاپو وزمه مځکي د القاعدې ډلي مشر دی.

https://p.dw.com/p/11BdR
د القاعدې د تروريستي ډلي وژل سوی مشر اسامه بن لادن او د هغه مرستيال ايمن الظواهري
د القاعدې د تروريستي ډلي وژل سوی مشر اسامه بن لادن او د هغه مرستيال ايمن الظواهريانځور: ap

عبود الزمورهغه لومړنی تن وو چي د بن لادين تر مرگ وروسته يې په مصر کي څرګندوني وکړې. دی د ايمن الظواهري چي د اسامه بن لادن ممکنه ځای ناستی دی، يو پخوانی او د جګړې يو ډير نژدې ملګری دی.

عبود الزمور په ۱۹۸۱ کال کي د مصر پر ولسمشر انورالسادات د بريد وروسته زندان ته اچول سوی وو او اوس راخلاص سو. نوموړي په ټوله نړۍ کي د بن لادن پر پلويانو د غچ د نه اخيستو ږغ کړی.

« څوک چي پر سيلانيانو او يا مسافرو بريدونه کوي هغه پر بې ګناهو حمله کوي.» نوموړي زياته کړې چي په عربي نړۍ کي پرامنه انقلابونو وښودله چي وسله والي جګړې خپل مفهوم د لاسه ورکړی.

دغه ډول په خټه مصری الظواهري هم پر سادات د بريد وروسته شل کاله د مخه محاکمه سوی وو. هغه وخت نوموړي د تلويزيون د کمرو په مخکي نړيوال عموميت ته وويل:

«موږ مسلمانان يو او پر دين د يوې اډيالوژۍ او د ژوند د لاري په توګه عقيده لرو.»

دې اډيالوژۍ دی د اتيايمو کلونو په منځ کي تر دريو کالو بند وروسته افغانستان ته ورساو. هلته دی د القاعدې د لارښود اسامه بن لادن ښی لاس سو. ده د سيد شريف، د مصر د اسلامي جهاد د افراطي سازمان د مشر مفکورې د ځان سره وړي وې.

« سيد شريف د وسله والي جګړې د مفکورې او عملي کولو په اړه ډير باازښته کتابونه ليکلي دي، چي ۱۴۰۰مخه لري او دا په نړيواله کچه د هري جهادي جګړې بنسټيز اثار ګنل کيږي. نوموړی د الظواهري استاد وو. دواړو په شريکه په ۱۹۶۸ کال کي د اسلامي جهاد د څانګو بنسټ کښېښود.»

خو الظواهري اوس د مصر د اسلامي جهاد څخه د مرستي تمه نه سي لرلای. ځکه دې سازمان د کلونو راهيسي د وسله والي جګړې د نه کولو قسم کړی. سيد شريف د ټولي نړۍ د جهاديانو څخه د جګړې څخه د لاس اخيستني غوښتنه وکړه. ده په ډيرو ليکنو او کتابونو کي د ديني دلايلو پر بنسټ وويل چي ولي د زور زياتي لاره ناسمه وو.

همدا ډول د مصر يوې بلي تند لاري ډله جماعت اسلامي هم د زور زياتي څخه لاس اخيستی.

الظواهري د القاعدې شبکې نوی ممکنه مشر ګڼل کيږي. د «المصر اليوم» په نوم يوې مصرۍ ورځپاڼي د موضوع په اړه د معلوماتو د لرونکو د خولې ليکي چي الظواهري د بن لادن د موقتي ځای ناستي په توګه لا د مخه نومول سوی دی.

دا همدا مهاجر مصريان دي چي غوښتل يې د القاعدې کنترول په لاس کي واخلي. که دا خبره چيري سمه هم وي نو په دقيقه توګه يې څوک په اړه نه دي خبر ځکه چي القاعده د مصر څخه د هيڅ ډول مرستي تمه نسي لرلای.

په مصر، تونس، يمن او نورو عربي هيوادونه کي د ټولني زياتره برخه د ډيموکراسۍ پر لور په خوځښت کي ده. د اسلامي افراطيت کارپوه خليل العنان وايي چي ډيری مصريان هيله لري چي القاعده به هم يوه ورځ د حسني مبارک او جورج بوش غوندي د ماضي برخه سي.

دی زياتوي چي د القاعدې په برخه کي سړی د يوه سازمان څخه خبره نسي کولای:

« په پاکستان او افغانستان کي د دوی د مرکزونو او همدا ډول په نړيواله کچه د نورو تند لارو جهادي غورځنګونو تر منځ هيڅ تړونه نه ترسترګو کيږي. د دوی تر منځ يوازي اډيالوژيکي يو والی موجود دی خو هيڅ ډول سازماني همږغي دلته وجود نه لري.»

خو العنان وايي چي دغه اډيالوژيکي ناسور کولای سي ډير زيان ورسوي. د دوی څخه د ترهګرۍ خطر اوس هم متوجي دی.

« په پاکستان کي د بن لادن ملاتړي ډير فعال دي. دوی د عملياتو د پلانولو او عملي کولو جوګه دي. همدا ډول د القاعدې د عربو د ټاپو وزمه ځمکي څانګه په يمن کي په فعاليتونو بوخته ده او د شمالي افريقا په ختيځ کي هم.»

نو له همدي امله خطيب انور ال اولاکي هم د بن لادن ممکنه ځای ناستی بلل کيږي. د امريکايي استخباراتي معلوماتو له مخه نوموړی د عربو د ټاپو وزمه ځمکي د القاعدې د ډلي مشر دی.

يورگن/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل