د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د امیندوارو مېرمنو ستونزمن وضعیت | افغانستان | DW | 21.07.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د امیندوارو مېرمنو ستونزمن وضعیت

د وتي په نوم افغان میرمن چې یو ډير زوړ سړي ته واده شوې تر اوسه يې دوه ماشومان سقط کړي او په څلورو کلونو کې د پنځم ځل له پاره امیندواره شوې ده. هغه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ ده او فکر کوي چې د شاوخوا دیرشو کلونو به وي.

وتي د کندهار ولایت په يوه ډېر لېرې پراته کلي کې ژوند کوي چې په یوه موټر کې حکومتي روغتون ته راغلې ده. د فرانسې خبرې آژانس د هغې او يو شمیر نورو افغان مېرمنو سره خبرې کړي دي.

هغې له دغه آژانس سره په خبرو کې وويل: «زه اندېښنه لرم چې بیا مې ماشوم له لاسه ورکړم.»

په افغانستان کې اوږدې جګړې او فقر د دې سبب شوي چې ډېري مېرمنې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی و نه لري.

د کندهار یوه کلینک ته ښځې په بورقو یا چادريو کې داخلیږي او له هغوی سره د خپلې کورنۍ راغلی محرم نارینه چې دننه کلینک ته د داخلیدو اجازه نه لري، له کلینکه بهر په چمن کې انتظار ناست وي.

وتي په داسې حال کې چې په یوه پلاستيکي کڅوړه کې يې د خپلو معایناتو ورقې پيچلي دي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زه یوازې ډاکټر ته د تلو پر وخت اجازه لرم چې له کوره ووځم.»

د خرما په نوم يوه بله مېرمن چې پنځه ماشومان ورپسې روان دي، هم خپل دوه ماشومان سقط کړي دي. نوموړې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ يوه کلنیک ته راغلې ده. میرمن خرما وروسته له هغې چې پوه شوه بیا امیندواره شوې، ډیره خپه ده. هغه دغه کلینک ته، پر ډنډ ولسوالۍ د طالبانو د وروستیو يرغلونو څخه د مخه راغلې وه. خرما هغه مهال په کلینک کې وويل: «زه په کور کې ډېر سخت کارونه کوم.» 

Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück

جګړه په افغانستان کې له لويو ستونزو څخه ده چې له امله یې ډیر خلک روغتيايي خدماتو ته ښه لاسرسی نه لري

د (KIT) تراپيکل انستیتوت چې مرکز ېې په هالند کې دی، د ۲۰۱۸م کال د ېوې څېړنې پر اساس يې، په افغانستان کې ۵۱ سلنه امیندواره ښځې په خپلو کورونو کې زیږونونه کوي. د افغانستان په سويل کې کوم چې د تیرو لسیزو جګړو سخت ځپلی دی، وضعيت تر ټولو خراب دی. په دغه ډول ناامنه سیمو کې کلینیکونه د خلکو له هستوګنځایونو ډير لېرې دي او که څوک غواړي خپل ناروغ ورولي نو د موټرو کرايه هم ډېره لوړه ده.

د حسنا په نوم يوې قابلې وويل: «ځینې کورنۍ د حاملګۍ په اړه توجه نه کوي.» په وینا يې چې دغه ډول مېرمنې په کور کې ماشومان زیږوي او ډيره وينه ضایعه کوي چې له دې سره سخته صدمه ويني.

رپوټ د نړیوال بانک له قوله لیکي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتو په مشرتوب د شل کلن پوځي حضور پر وخت، نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۳م کال نه تر ۲۰۱۸م کال پورې د افغانستان د روغتيا له سکتور سره د میلياردونو ډالرو په ارزښت مرستې کړي چې په دغې موده کې د ماشومانو د مرګ و مير اوسط کچه نیمايي ته راښکته شوې ده. که څه هم په ښاري سیمو کې پرمختګونه شوي دي، خو د جګړو، ناامنیو او فقر د شتون له کبله په لېرو پرتو سیمو کې ستونزې لا هم پر خپل حال دي.

له بل لورې، د کندهار او هلمند په څير ولایتونه چې جګړو ډير ځپلې لارې او سړکونه يې هم د ماينونو د شتون له کبله ډېر خطرناک دي. په داسې سمیو کې خلک حتي نشي کولی خپل ناروغان په ډاډه زړه تر کلینکه ورسوي. ډېر افغانان اندېښنه لري چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به جګړې لا ډيرې او وضعیت به تر دې هم خراب شي. له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پروسې له پيل راهيسي جګړو زور اخیستي چې له امله يې په زرونو افغان ښځې د خپلو کورونو پريښودو ته اړي شوي دي.

د يونيسف په حواله، په ۲۰۱۷م کال کې ۷۷۰۰ مېرمنې د زېږون پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه کال د دې دوه برابره ملکیان د سیاسي تاوتریخوالو له امله وژل شوي دي.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره په تړاو، مرستندویه سازمانونو د افغانستان د راتلونکې وضعیت په اړه اندېښنې ښکاره کړي دي. د بشري حقونو د څار سازمان وار د مخه ويلي دي چې وروستیو حالاتو پر ښځو او نجونو باندې «ژوند ګواښوونکي» اغېز لرلی دی.

Unicef South Asia report

که څه هم نړيوالې ټولنې له خوا د روغتیا په برخه کې ډیرې مرستې شوي خو لا هم افغانستان کې ستونزې ډیرې دي

ناجیه چې یوه قابله ده، د خاورو او دوړو ډک کلي، قاسم پل، کې کور په کور ګرځي او مېرمنو ته د امیندوارۍ په اړه لارښونې کوي. هغه وايي: «ځينې کورنۍ خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې کلینک ته ولاړې شي. په ځينو حالاتو کې حتی نارينه ما هم نه پريږدي چې د دوی کورونو ته داخله سم.»

ناجیه د کیلا په نوم د یوې میرمنې کور ته ورځي او له هغې سره د هغې د کور په انګړ کې ګوري. د کیلا په غیږ کې يو کوچنی ماشوم پروت دی: هغه وروسته له هغې چې روښانه کوي چې پنځه مياشتي کيږي چې شپږم ماشوم يې په نس دی، وايي وروسته له دې باید احتیاط وکړي: «زه غواړم یو کورنی پلان جوړ کړم.»

کیلا وايي: «زه اقتصادي مشکلات لرم او نه شم کولی خپلو ټولو ماشومانو ته رسیدګي وکړم. موږ حتی د یوې ښورا پخولو له پاره هم پيسې نه لرو.» تر ټولو مهمه دا چې هغه پر خپل خاوند کلکه ولاړه ده.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته څيرمه په یوه کلي کې له جګړې څخه د بيځایه شویو ښځو او ماشومانو له پاره یو سیار کلینک جوړ شوی. قندي ګل په دغه کلینک کې د ناروغانو معاینات کوي، هغه وايي: «د دوی اکثره يې په خطرناک وضعیت کې دي. کورنۍ د خپلو ښځو ښه مراقبت نه کوي.»

د دغه کلینک په انګړ کې راغلې کورنۍ د خپلو ناروغانو سره معایناتو ته په انتظار کې ولاړ دي. دوی ټولې د ماشومانو د سقط او یا د زیږون پر وخت د ماشومانو د مړينې کیسې لري.

۲۰ کلنه فیروزه چې کلی يې طالبانو نیولی او اوس یې خپل کور پریښی وايي:«زما ماشوم په مارجه کې مړ سو. موږ کوم کلنیک او یا قابلې ته لاسرسی نه درلود.» هغه زیاتوي: «ډیر ماشومان مړه شول.»

Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzug

د هلمند د سږکال په جګړو کې ډيرې کورنۍ خپلو مينو پريښودو ته اړ شوي دي

قابلې قندي ګل وروسته پر ټيلفون د فرانسې خبري آژانس ته وويل، له کله چې طالبانو پر دغه ولایت خپلو حملو ته زور ورکړی، وضعیت «واقعا ډير زیات خطرناک» شوی دی. هغې وويل: «ټول خلک اغیزمن شوي دي.»

افغان میرمن شازیه په لس کلنۍ کې واده شوې چې اوس په اتلس کلنۍ کې د درو ماشومانو مور ده. هغې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمې نه تر کلینک پورې يې ساعتونه ساعتونه پلې مزل کړی چې په ځينو ځایونو کې لارې د طالب جنګیاليو له خوا تړل شوي هم وې.

شازیه چې اوس په لښکرګاه ښار کې د حکومت تر کنترول لاندې سیمه کې ځای پرځای شوې، وايي: «ډير خطرناک حالت وو. درې ښځې په لاره کې مړې شوې.»

په ښار کې د خوار ځواکو ماشومانو د درمنلې له پاره یو روغتون جوړ شوی چې د فرانسې بشري سازمان، (Action Against Hunger) له خوا پر مخ وړل کيږي. روزيه چې د اوسیدو سیمه يې طالبانو نيولې دغه روغتون ته راغلې ده.

هغه د خپل ۷ میاشتني زوي له پاره چې ناروغ دی اندېښمنه ده. د هغې زوی په «لب چاک» شکل دنیا ته راغلی. روزیې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زه له جګړې سخته ویرږم.» خو کله مې چې د زوی روغتيايي وضعیت خراب شو نو د هغه د درملنې له پاره مې د سفر کولو جرات وکړ. میرمن روزیې هم تر دې وړاندې خپل يو ماشوم له لاسه ورکړی او دغه راز له مودې مخکې يې زیږون کړی دی. هغې خپل ماشوم وروسته له هغې له لاسه ورکړ چې روغتون ورته د نه امکاناتو درلودلو له کبله ځواب ورکړی وو. له روغتون څخه تر تللو درې ورځې وروسته د هغې ماشوم مړ شوی وو. روزیه وايي: «هیچا له ما سره مرسته ونشوای کړای.»