1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د پوهنتونونو له پاره درسي مواد نوي کیږي

خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ خرداد ۲۴, یکشنبه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي په پوهنتونونو کې به اصلاحي پروګرامونه او نوي درسي مواد رامنځته کړي. په افغانستان کې درسي میتود او له پخوانيو چیپټرونو څخه درس ورکول ډېر ځله تر نیوکو لاندې راغلي.

https://p.dw.com/p/1Fh2E
انځور: DW/Farahmand

په داسې حال کې چې افغانستان وړتیا لرونکو کدرونو ته په بیلابیلو برخو کې جدي اړتیا لري، بیا هم د دغه هیواد پوهنتونونه نه دي توانیدلي چې وزارتونو ته غوره کاري او متخصصه کتله وړاندې کړي.
د لوړو زده کړو وزیرې فريدې مومند په یکشنبه، د( جوزار پر ۲۴مه) د خپل سل ورځني پلان د وړاندې کولو پر مهال وویل؛ هڅه کوي چې په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې د بازار له اړتیا سره سمې پر مخ یوسي.
میرمن مومند هیله څرګنده کړه چې د پلان په پلي کیدو سره به یې وتوانیږي چې د پوهنتونونو درسي توکي د ورځنۍ اړتیا سره سم رامنځته کړي.
هغې وویل:« موږ په پوهنتونونو کې د تدریسي ارزونې تګلاره په پام کې نیولې، دا پروسه دوام لري‌ او موږ غواړو چې پوهنتونونه با کیفیته او پر معیار برابر تدریس ورکړي»

Universität Kabul
انځور: DW/Farahmand


وزیرې زیاته کړه چې په پوهنتونونو کې جنسیتي مساوات په پام کې نیسي او د انجونو له پاره هم په کابل کې د ترکيې په مالي مرسته یو ځانګړی پوهنتون جوړیږي.


دوکتورا لرونکواستادانو ته ترجیع ورکول


د پخوانیو درسي تګلارو تر څنګ د افغانستان پوهنتونونه د دوکتورا لرونکو او ماسټرو ښوونکو په برخه کې هم نیمګړتیاوې لري. وزیره وايي تر دې وروسته به په پوهنتونونو کې ماسټرۍ او ډوکټورا ته پراخوالی ورکړل شي.
هغې وویل:« د لوړزو زده کړو وزارت یوه ژمنه دا ده چې ماسترۍ او ډوکټورا ته پراخوالی ورکړي، تر څو ماسټران او ډاکټران ډېر شي.»


وزیره په داسې حال کې د ماسټرۍ او دوکتورا څانګو ته د پراختیا خبره کوي چې دا مهال په ډېرو پوهنتونونو کې د لیسانس درجې استادان تدریس ورکوي.
مومند همدا شان وویل چې له دې وروسته به په پوهتونونو کې د تدریس ژبه انګریزي ته واړوي تر څو محصلین په اسانۍ سره پراخې مطالعې ته لاسرسی پیدا کړي. ټاکل شوې د لمړي ځل له پاره د انجینیرۍ او زراعت د پوهنځیو تدریس په انګریزي ژبه پیل شي.


د څیړنیزو پروګرامونو رامنځته کول هم د لوړو زده کړو وزارت بل پلان دی چې په مټ به یې د تحصیل په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. دا مهال په ډېرو پوهنتونونو کې څیړنیزه برخه نشته.
میرمن مومند وویل ټاکل شوې د بهرنیو مرستو په مټ په ډېرو پوهنتونونو کې علمي څیړنیزې پروژې پلې کړي چې پر نړیوالو معیارونو برابرې وي.

د نړۍ له معتبرو پوهنتونو سره د اړیکو پراخوالی

د لوړو زده کړو وزارت پلان لري ‌چې له دې وروسته د نړۍ له پرمختللو پوهنتونونو سره اړیکې ټنیګې او نوی تګلارې را انتقال کړي، چې له مخې به یې افغان استادان او زده کړیالان د هغوی له تجربو او معیارونو څخه په خپلو پوهنتونونو کې ګټه واخلي.


دا تګلاره په دوه ډوله پلې کیږي؛ یو دا چې ښوونکي به بهرنیو معتبرو پوهنتونونو ته د تجربې دتر لاسه کولو له پاره ځي او بل هم دا چې د هغو پوهنتونونو استادان به دلته د تدریس له پاره راوستل کیږي.
دا مهال په افغانستان کې د تحصیلي بورسونو په اړه هم ګڼې نیوکې موجودې دي او ویل کیږي چې ډېر محصلین د اړیکو له لارې بهر ملکونو ته په بورسونو ځي چې یا هلته زده کړې پرېږدي او یا هم د ټمبلۍ له کبله بیرته پسې رااخستل کیږي.
خو د لوړو زده کړو وزیره وايي له دې وروسته به یوازې د لیاقت له لارې بورسونه وېشل کیږي

Afghanische Studenten an der Uni Duisburg-Essen
انځور: picture-alliance/dpa


بل پلو په افغانستان کې د کانکور ازموینه هم له درغلیو ډګه بلل کیږي او په تیرو څو کالو کې په وار وار د کانکور له پروسې څخه شکایتونه وشول. خو فریده مومند وايي په دې برخه کې یې د روڼتیا په موخه یوه غوره تګلاره جوړه کړې ده.