1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د لوړو زده کړو قانون تصويب نه سو

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ تیر ۲۶, چهارشنبه

ولسي جرګه یو وار بیا په دې ونه توانیده چې د لوړو زده کړو قانون تصویب کړي. دغه قانون اووه کاله دمخه د حکومت له خوا پارلمان ته استول شوی وو خو تراوسه پورې نه دی تصویب شوی.

https://p.dw.com/p/199gY
epa03611750 Afghan Parliamentarians listen to a speech by President Hamid Karzai (not in picture) during the opening session of Afghan Parliament in Kabul, Afghanistan, 06 March 2013. Karzai attended the opening session of the joint Afghan Parliament as it entered the third year of its constitutional five-year term. EPA/S. SABAWOON
Parlament Afghanistan 2013انځور: picture alliance / dpa

د دغه قانون د نه تصویبیدو اصلي عامل د دغه قانون په دري متن کې د «دانشگاه» کلمه ده. یو شمیر استازي د دغې کلمې له کارونې سره موافق دي خو یو شمیر نور بیا د هغې د کارونې مخالفت کوي.

د افغانستان پالمان یوه نیمه میاشت مخکې دغه قانون د تطبیق پر سر د څار کمېسیون ته استولی وو. دې کمېسیون بیا ویلي ول چې په افغانستان کې مروج ملي مصطلحات به په یوه بل قانون کې تنظیم شي.

د ولسي جرگې د دیني، فرهنگي او لوړو زده کړو کمېسیون مشري هیلۍ ارشاد د چهارشنبې په ورځ د دغې جرگې په عمومي غونډه کې وویل چې په هغه صورت کې چې د اساسي قانون د پلي کیدو د کمېسیون نظر په دغه قانون کې شامل شي نو رامنځ ته شوې ستونزه له منځه تلای شي.

هغه وویل: «دغه ماده له دې کبله زیاتوو چې دغه ستونزه له منځه ولاړه شي او د پوهنتون او دانشگاه کلمې په دې قانون کې راشي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر استازې په دې قانون کې د دې مادې له زیاتیدو سره مخالفت کوي. هغوی استدلال کوي چې د دغه قانون اساسي ستونزه باید له منځه ولاړه شي. د بغلان ولایت استازي محي الدین مهدي وویل: «که دغه قانون سل وارې هم بل قانون ته راجع شي بیا به هم عمومي مجلس ته راځي. باید دغه موضوع داسې وڅیړل شي چې آیا د دانشگاه او دانشکده کلمې د پوهنتون او پوهنځی د کلمو تر څنگ وکارول شي او که نه؟»

خو د خوست ولايت استازي کمال ناصر اصولي بيا وويل، چي دواړي ژبي په افغانانو پوري اړه لري او هغوی ته بايد احترام وشي: «تاسو جنجال مه جوړوئ. دانشگاه او پوهنتون دي د لوړو زده کړو وزارت او د علومو اکاډمي ځای پرځای کړي. ځی د رای ورکولو پر لور.»

خو مخالفين وايي چي د لوړو زده کړو په قانون کي د یوې مادې زياتېدل د نظرونو توپير نور هم ډيروي. د بغلان ولایت استازي عظيم محسني وويل چي افغانان د دې کوچني اختلاف پر سر پر پالمان باندي خاندي: «ټول افغانان پر موږ باندي خاندي. داسي يوه موضوع چي مخکي له مخکي روښانه وي رای گيرۍ ته يې نه وړاندي کوو. که يې رايي وگټلې ښه او که نه هم دا امکان وجود نه لري چي څوک دي موږ ته ووايي چي په مورنۍ ژبه مو خبري مه کوئ.»

دغه قانون يوازي د «دانشگاه» او «دانشکده» کلمو د لرلو له کبله نه تصويبيږي. د لوړو زده کړو قانون په پښتو متن کي پوهنتون او په دري کي «دانشگاه» راغلې ده، خو يو شمېر استازي وايي چي په دري متن کي باید د «دانشگاه» کمله نه وي.

په روان کال کي د کابل هنتون استادانو څو واري مظاهرې وکړي او د دغه قانون د تصويب غوښتنه ئې کوله. هغوی ويلي دي چي د دغه قانون نه شتون د افغانستان د لوړو زده کړو په نهادونو کي د گډوډۍ سبب شوی دی.