1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ راډيو پاڼې بندې کړل شوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د افغان خبریالانو مرکز طالبانو له خوا په افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ راډیو د وېب پاڼو پر تړلو نیوکه کړې او دغه اقدام ېې د افغانستان د ټولنیزو رسنيو د قانون نقض بللی دی.

https://p.dw.com/p/4NNfV
د آرشیف انځور
د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د آلمان خبري آژانس په حواله، د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، پر طالب چارواکو غږ کړی چې په هیواد کې د خبریالانو او رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.

دغې ډلې يادونه کړې چې طالبانو دوه میاشتې مخکې د دغو دوو راډیوګانو پر ایف ام څپو نشرات هم بند کړي ول او اوس ېې ویب پاڼې «هم په افغانستان کې تړل شوي او يا پرې محدودیت لګول شوی دی.»

ورته مطلب: د طالبانو محکمه د لسو رسنیو د فعالیت په اړه پرېکړه کوي

امریکا غږ او آزادۍ راډيو دواړه د امریکا متحده ایالاتو حکومت له خوا تمويلیږي چې د دوو لسیزو راهیسې افغانستان له پاره پر پښتو او دري ژبو نشرات کوي. دواړو رسنیو تائید کړې چې په افغانستان کې ېې ویب پاڼې تړل شوي او یا محدودې شوي دي.

آزادي راډيو پښتو پر ټويټر لیکلي چې په افغانستان کې د دوی لوستونکو ورته ويلي دي چې د آزادي راډيو له ویب سايټ کې ستونزه پېدا شوې او دوی نشي کولای دغه «وېب سايټ ته لاسرسی ومومي...» امریکا غږ هم لیکلي چې «طالبانو افغانستان کې د امریکا غږ په پښتو او دري ویب سايټونو محدودیت ولګاوه.»

ورته مطلب:طالبانو په افغانستان کې د دوو نړیوالو رسنیو نشرات بند کړي

د افغانستان اوسني حاکمان يا طالبان دغه دوه رسنۍ د ژورنالیزم له اصولو سره په ټکر او تعصب تورنوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په خبره، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې په دغه هیواد کې ۶۰۰ رسنیو فعالیت کاوه چې اوس له نیمايي زیاتې ېې د اقتصادي ستونزو او یا هم د طالبانو د محدودیتونو له کبله تړل شوي دي. له دې نه علاوه په دغه موده کې د رسنيو په سلونو کارکوونکو هیواد ترک او له افغانستان بهر په مختلفو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

(adp,SM)mks/aa/