د افغانستان ترټولو د لوی سفارت د رغولو چارې پیل شوي
۱۳۹۶ مرداد ۲۹, یکشنبهپه پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخلیوال پرخپله رسمي فیسبوک پاڼه او همداراز په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په دې هیواد کې د نړۍ په کچه د افغانستان د ترټولو لوی سفارت د رغونې چارې پیل شوي دي.
د سفارت د فیسبوک پاڼې په حواله دغه ودانۍ په څوارلس جریبه ځمکه کی چې د ۱۹۶۰م کال راهیسې د افغانستان د حکومت ملکیت وو، رغول کیږي. د رپوټ په حواله د سفارت د ودانیو دا کمپلکس د دوه کلونو په دننه کي د انهوۍ په نامه یو ستر چینایی دولتي ساختمانی شرکت له لوري جوړیږي.
په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت په فسبوک پاڼه کی همدارنگه لیکل شوي چې ددې کمپلکس د ډبرې ایښودو په مراسمو کې یو شمیر پاکستاني مشرانو، د کابل څخه میلمنو او د پاکستان لپاره د چین پرسفیر سربیره یو شمیر نورو سفیرانو هم ګډون درلود.
د یادولو وړده چې له ګاونډې هیواد پاکستان سره د افغانستان اړیکې د یوې مودې راهیسې ډیرې خرابې شوي دي او دواړه هیوادونه په یو بل باندې د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کوي.
پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه (31.07.2017)