1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو يو آلمانی ملګری خاورو ته وسپارل شو

۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

«په افغانستان کې ماشومان د نوري نړۍ په پرتله بل ډول دي»، دا خبره لیکوال، ژورنالیست، او پروفیسور روگر ویلیمسن په ۲۰۰۵م کال کې افغانستان ته تر خپل سفر وروسته وکړه. هغه مړ شوو، خو خاطرات یې تل پاتي دي.

https://p.dw.com/p/1HzpA
انځور: picture-alliance/dpa/A. Burgi

«هیچا د هغه په څير د آلمان او افغانستان ترمنځ د زغم یو پل نه وو جوړ کړی او هیچا د هغه په شان د بې غږو خلکو د غږ پورته کولو له پاره دومره هلي ځلي نه وی کړې، لکه هغه.»

دا هغه یوه جمله ده چې په آلمان کې د ښځو ټولني په خپله ویپاڼه کې د خپلی ټولني د ملاتړ کوونکي، روگر ویلیمسن چې د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۷مه له فاني دنیا سره مخه ښه وکړه، د ویر او یادون په خاطر په خپله یوه مقاله کې عنوان کړې ده: « هغه په خپلو هڅو او زیارونو سره په افغانستان کې د زرونو نجونو او ښځو له پاره د زدکړو، روغتیايي خدماتو او د څښاک د پاکو اوبو د برابرو لاره اواره کړه.»

روگر ويليمسن داسي کتابونه وليکل چې ډېر زيات خرڅ شول. ده له افغانستان سره بې سارې مينه درلوده او يو له تر ټولو مشهورو آلماني منورينو څخه وو. ويليمسن نن غرمه خاورو ته وسپارل شو.

د سرطان په ناروغۍ اخته ويليمسن د تلويزيوني خپرونو وياند، د کتابونو مولف او د پروګرامونو چمتو کوونکی وو. په آلمان کې د هغه کلتوري او ژورناليستي هلی ځلي تلپاته اغېزه او د خلکو په زړونو کې ځای لري. خو ويليمسن به د بې شمېره افغانانو په زړونو کې هم ځای ولري.

هغه له افغانستان او له افغانانو سره تل مرستي کړي دي. په ۲۰۰۵م کال کې يې افغانستان ته سفر وکړ. يو کال وروسته يې د دغه سفر په هکله ليکل شوی هغه کتاب چې «افغاني سفر» نوميٍږي، چاپ ته ورسېد. دغه کتاب ډېر وپلورل شو او په آلمان کې يې خلکو ته د افغانستان په هکله ګټور معلومات ورسول.

يما يکمنش يو له هغو افغاني ليکوالو څخه دی چې له روګر ويليمسن سره يې ليدلي دي، دی د هغهْ د شخصيت په هکله وايي: «ما خپله روګر ويليمسن له نژدې پېژانده او څو واري مې د کتاب لوستني او پېژندني او له دغسې پروګرامونو بهر هم ورسره کتلي دي. دی د آلمان له وتلو روښان فکرانو او ليکوالانو څخه وو چې په انسان دوستانه ليدلوري يې هري قضيې ته کتل. هغه وکولای شول د افغانستان په اړه چې په اکثرو لوېديځو رسنيو کې يې منفي تصوير وړاندې کيږي، يو واقع بينانه او نسبتا مثبت انځور وړاندي کړي.»

ويليمسن چې يو تکړه ليکوال او د نظر خاوند بلل کېدی، د افغانستان په اړه ويلي دي:«په افغانستان کې ماشومان د نوري نړۍ په پرتله بل ډول وي. زه په نورو مواردو کې ډېر حساس يم کله چې څوک کوښښ کوي له ماشومانو سره د خواخوږۍ احساس راوپاروي، خو په افغانستان کې مې د ماشومانو د ژوند تجربو او د هغوی ژوندي احساس ته غاړه کښېښودله.»

رونا منصوري په آلمان کې د افغاني ښځو د ټولني غړې ده. له دغي ټولني سره روګر ويليمسن په پر له پسې توګه مرستي کړي دي او بسپنې يې ورته برابري کړي دي. منصوري د روګر ويليمسن د انسان دوستانه مرستو څخه د نمونې په ډول يوازي يوه پروژه په افغانستان کې راپېژني: «ده خپله په افغانستان کې سل څاه ګان يا کوهي وکيندل چې يوازي د دغو څاه ګانو له اوبو څخه ۹۰ زره انسانان ګټه اخلي.»

په آلمان کې د «فيشر» په نوم مشهوري خپرندويي ټولني ويليمسن «د انسانانو او انسانيت ستر او استثنايي مبارز» بللی دی چې سربېره پر دې يې د آلمان «يو مرکزي روښان فکر» هم نومولی دی.