«د اسرائیلو په هوایې برید کې لږ تر لږه ۱۱ ایرانیان هم وژل شوي» | آلمان او نړۍ | DW | 12.05.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

«د اسرائیلو په هوایې برید کې لږ تر لږه ۱۱ ایرانیان هم وژل شوي»

د سوریې د بشري حقونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د سوریې پر اهدافو د اسرئیل په هوایې بریدونو کې د ۱۱ ایراني اتباعو په ګډون ۲۷ تنه وژل شوي. مخکې تر دې د اسرائیل د دفاع وزیر اعلان کړی وو چې د قدس ځواکونو ۵۰ اډې تر برید لاندې دي.

د فرانسې خبري آژانس د سوریې د بشري حقونو سازمان د مشر رامي عبدالرحمن په حواله رپوټ ورکړی دی چې د می په لسمه په سوریې کې پر ایراني مرکزونو د اسرائیلو په هوایې بریدونو کې ۲۷ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۶ سوریایې سرتیرې او ۲۱ تنه د بشارالاسد د رژیم بهرني پلویان ول چې ۱۱ یې ایراني اتباع ول. ایراني سرچينو په دغو بریدونو کې د خپل هیواد د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د اسرائیلو د دفاع وزارت د یوې بیانې په ترڅ کې اعلان کړی وو چې د پنجشنبې په ورځ سحر(د می میاشتې ۱۰) یې د قدس ځواکونو په نوم د ایران د اسلامي انقلاب پاسدارانو پر مرکزونو هوایې بریدونه کړي دي.

اسرائیل دغه بریدونه د ایران د توغندیزو بریدونو په ځواب کې کړی دی چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۲۰ توغندي د ګولان پر لوړو توغول شوي ول. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو ایران د دغو بریدونو مسئول بللی وو او دغه توغندیز بریدونه یې له «سرې کرښې» څخه تیریدل بللي ول.

د روسي پوځ چارواکو هم تائیده کړې چې د اسرائیلو برید د دې هیواد د ۲۸ جنګي الوتکو په وسیله ترسره شوی دی او په مجموع کې د ۷۰ توغنديو په وسیله په سوریې کې اهداف په نښه شوي دي.

اعلان