1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد رژیم پرضد د پوځي يرغل غوښتنه

آژانسونه/ ب.ح۱۳۹۵ خرداد ۲۸, جمعه

د امريکا څه د پاسه۵۰ دیپلوماتانو د سوریې په اړه د خپل هیواد د حکومت پر رواني پالیسۍ سخت په غوسه دي. هغوی غوښتنه کوي چې اسد باید په خپل هيواد کي اوربند منلو ته مجبوره شي.

https://p.dw.com/p/1J8lt
انځور: picture-alliance/dpa/US Air Force

د امریکا متحدو ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې د سورېې په اړه د اوباما د ادارې د اوسني سیاست پر خلاف غږ وار په وار پورته کيږي. د بهرنیو چار وزارت ویاند جان کیربي، په واشنگتن کې دا خبره تصدیق کړه چې یو ډله دیپلوماتانو د وزارت مقام په نامه په یو لیک کې د نوموړې موضوع په اړه بل ډول نظر څرگند کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د دغه لیک د محتوا په هکله معلومات ورنه کړل. د امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخې دغو ناراضي دیپلوماتانو په سوریه کې د ولسشمر بشارالاسد رژیم پرضد د امريکا د یو پوځي اقدام غوښتنه کړې ده.

د «نیویارک تایمز» ورځپاڼي د معلوماتو له مخې د نوموړيي یاداښت لیکوالانو د اسد د سرتیرو پرضد د توغندیو، بې پیلوته الوتکو او د اړتیا په صورت کې د امريکا د هوايي ځواکونو د استعمال غوښتنه کړې ده.

په لیک کې راغلي دي چې د متحدو ايالاتو له خوا د داسې وسلو «یو معقول استعمال» کیدای شي له بن بست سره مخامخ کړکیچ کې یو خوځښت رامنځ ته کړي. د «وال ستریت ژورنال» ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې دغه لیک د متحدو ایالاتو د ۵۱ منځنې او لوړ پوړو دیپلوماتانو له خوا لاسلیک شوی دی.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري دنمارک ته د خپل سفر په ترځ کې د دیپلوماتانو د یوې «مهمې یادونې» خبره وکړه. هغه وویل چې واشنگتن ته له ستنیدو څخه وروسته به په دی هکله بحث وکړي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې دغه لیک په هغه وزارت کې د «مفاهمې له پاره د یو داخلي چینل» له لاري وړاندي شوی دی. دغه بنسټ له پخوا څخه د مخالف نظریاتو د څرگندولو په مقصد د امريکا په بهرنیو چارو وزارت کې جوړ شوی دی. له دې لارې دیپلوماتان کولای شي چې د وزارت پر پالیسۍ او سیاست نیوکه وکړي، پرته له دې چې د خپلو نظریاتو د عواقبو څخه ویره ولري.

اوباما د خپلي تگ لاري بدلون نه غواړي

د نوموړو دیپلوماتانو د غوښتني پر خلاف ولسمشر بارک اوباما خپله هغه ستراتیژي تعقیبوي چې د منځني ختیځ په کړکیچ کې د امریکايي وسله والو ځواکونو د ممکنه مداخلې مخه نیسي. د دغې ستراتیژۍ له مخې د دفاع وزارت (پنتاگون) د ځينو یاغیانو پوځي ملاتړ کوي، خو نه د اسد رژیم پرضد، بلکي د داعش پرضد. د امريکا هوايي ځواک د يوه نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې په عراق او سوريه کې د داعش پر مرچلو يرغلونه کوي.

اوباما غواړي چې له روسیې سره چې د اسد رژیم ملاتړ کوي، په گډه د سورېې کړکیچ د دیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې حل کړي. خو دغه هڅي اوس په ټپه ولاړي دي.

روسان پر چا بریدونه کوي؟

د امريکا حکومت د هغو یاغیانو پرضد د روسيې د يوه بريد په اړه غبرگون وښود چې د امريکا په مرسته د افراطي جنگیالیو پرضد جنگیږي. د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو استازي وویل: «د روسیې مقصدونو ته په کتو سره دغي هوايي حملې جدي اندیښنې پیدا کړي دي.» د بهرنیو چار وزارت دغه استازي چې نوم یې نه دی بربڼد شوی، وویل: «موږ له روسیې څخه د دغه عمل په هکله د څرگندوني غوښتنه کوو او غواړو چې په راتلونکې کې داسې یو څه تکرار نه شي.»

د نوموړي امریکايي دیپلومات د وینا له مخې د روسیې هوايي ځواک د پنجشنبې په ورځ پرهغو یاغیانو «هوايي بمبار» وکړ چې غوښتل یې د «التنف» په سیمه کې د داعش د پرمختگ مخه ونیسي. هغه زیاته کړه: د دغو یاغیانو په لیکو کې هغه «کسان هم شامل ول چې امريکا يې ملاتړ کوي.