د اروپا د ټاکنو شېبه په شېبه راپور
۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبهد ۲۱ اروپايي هېوادونو وګړي د انتخاباتو په څلورمه ورځ خپلې رايې کاروي. داسې انتظار کيږي چې وروستۍ نتيجه به يې د يکشنبې په شپه اعلان شي. تر دې مخکې په هالنډ، بريتانيا، ايرلنډ، چک جمهوريت، لاتويا يا لتلند، مالتا او سلواکيا کې هم د رايې ورکونې بهير پای ته رسېدلی وو.
اوس به د آلمان، فرانسې، هسپانيې او پولنډ په څېر هېوادونه هم په دغه سياسي بهير کې برخه واخلي. دغه پنځه هېوادونه د اروپا د پارلمان تقريبا نيمه برخه استازي (۳۴۸ له ټولټال ۷۵۱ استازو څخه) ټاکي.
د ټاکنو بهير دلته تعقيب کړئ
۰۵:۳۰ د ايټاليې د کورنيو چارو د وزير، ماتېو سالويني، په خبره د ښي اړخي «لېګا» ګوند بريا به په اروپا کې «هر څه بدل کړي». د نظرپوښتنو په حواله کېدای شي د سالويني دغه ګوند په ايټاليا کې تر ټولو مخکښ ګوند جوړ شي او تقريبا ۳۰ په سلو کې رايې خپلې کړي. د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې دغه ګوند يوازې ۶،۱۵ سلنه رايې او د اروپا په پارلمان کې پنځه چوکۍ تر لاسه کړې وې.
۰۴:۰۰ په فرانسه کې تر غرمې پورې د مستحقو رايه ورکوونکو د ګډون کچه نن (يکشنبه) ۱۹ سلنه وه. دغه رقم د تېرو انتخاباتو په پرتله په ورته زماني مقطع کې درې سلنه زياتوالی ښيي.
۰۳:۰۰ په آلمان کې د اروپا د پارلماني ټاکنو مسئولين وايي چې په ځايي وخت د غرمې وروسته تر ۲ بجو پورې ۲۹ سلنه مستحقو رايه ورکوونکو د رايې اچونې په بهير کې برخه اخيستې وه. دغه آمار په تېرو انتخاباتو کې په دغه عين وخت کې ۲۶ سلنې ته رسېدل.
۰۲:۲۰ پوليسو د «زيړ واسکټانو» ځينې غړي په بروکسل کې د اروپا د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ نيولي دي. په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې څنګه دوی په کوڅو کې د پوليسو د مامورانو له خوا تعقيبيږي.
۰۱:۴۰ د يوې سروې له مخې چې تر انتخاباتو تر مخه په ټوله اروپا کې تر سره شوې وه، داسې ښايي چې د اروپايي ټولنې په پارلمان کې ښۍ منځنۍ جناح تر ټولو ستره او پياوړې ډله پاته شي.
۱۲:۳۰ د «زموږ سلواکيا» په نوم ولسي ګوند، چې افراطي ښي اړخی ګوند دی، د ياد هېواد په پارلمان کې څوارلس چوکۍ لري. دغه سياسي ډله انتظار لري چې په لومړي ځل به د اروپا په پارلمان کې لا زياتې چوکۍ تر لاسه کړي. د دغه ګوند غړي د پخوانو نازيانو نخښې نښانې له ځان سره ګرځوي او د شمالي اتلانتيک تړون (تاټو) يوه ترهګره ډله بولي. هغوی غواړي چې هېواد يې د ناټو له غړيتوب او له اروپايي ټولنې څخه هم ووځي.
۱۰:۳۰ د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير، پر آلمانانو باندې غږ کړی دی چې د اروپات په ټاکنو کې دې پراخه ونډه واخلي. شتاينماير له خپلې مېرمنې سره يو ځای په خپل پخواني ښوونځي کې خپله رايه ورکړه.
۱۰:۲۰ د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د اطلاعاتو له مخې په دغه هېواد کې د رايه ورکوونکو ګډون د غرمې مخکې تر لسو بجو پورې ۱۹.۲۶ سلنې ته رسېدلی وو. دا په داسې حال کې ده چې دغه عين رقم په ۲۰۱۴ کال کې د اروپا د ټولټاکنو پر مهال ۱۵.۷۹ سلنې ته رسېد.
۹:۵۱ مانفريد ويبر چې د اروپايي کميسيون د مشرۍ له پاره د آلمان د ښۍ منځنۍ جناح نوماند دی، هيلمندي ښوولې چې رايه ورکوونکي به وکولای شي «اروپا ته ثبات» بېرته راولي.
aj/pa(dw/ap)/ن ص/م س