1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ښوونځیو کې د پوړني جنجال

۱۳۹۷ تیر ۲۲, جمعه

په آلمان کې له ۲۰ کلونو راهیسې په ټولګیو کې په دې هکله جنجالونه روان دي چې آیا مسلماني ښوونکې کولای شي له پوړني سره په ټولګیو کې درس ورکړي. پر دې ټولو سربیره بیا هم په دې هکله کومه واحده تګلاره نه تر سترګو کیږي.

https://p.dw.com/p/31P3c
Deutsch-Kurse für türkische Frauen
انځور: picture-alliance/dpa/P. Lux

کله چې د آلمان په درسي نظام کې د اسلامي موادو د ادغام بحث کیږي، نو د تیرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې په دې برخه کې ډیر کار شوی دی. د بیلګې په توګه د آلمان په پوهنتونونو کې د اسلامي زدکړو له پاره بستونه رامنځ ته شوي، په ابتدايي او متوسطه ښوونځیو کې د اسلامي زده کړو ټولګي موجود دي او سربیره پر دې د والدینو، ښوونکو او زده کوونکو د اسلامي پوهې له پاره ډيري څیړني هم شوي دي. خو پر دې ټولو پرمختګونو سربیره بیا هم په یوه برخه کې د پرمختګ په هکله لا هم خنډونه موجود دي او په دې تړاو له کلونو راهیسې د روان اختلافاتو په برخه کې کوم پرمختګ نه ترسترګو کیږي. دا د «سر د پوړني» موضوع ده.

فرشته لودین په برلین کې په یوه اسلامي خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده. نوموړې د ښوونځي له ټولګې څخه دغه جنجال رامخې ته کړی دی. په ۱۹۹۸م کال کې دغې مسلمانې ښوونکې د آلمان په بادن وتمبرګ کې په حکومتي ښوونځي کې کار له دې امله ترلاسه نه کړ، چې هغې ټکری یا پوړنی په سر کړی وو او د درس پر مهال یې نه غوښتل هغه له سره لیرې کړي.

Deutschland Stuttgart Pressekonferenz zu 20 Jahre Kopftuchstreit
فرشتې لودین د پړوني له کبله د آلمان په یوه دولتي ښوونځي کې دنده ترلاسه نه کړی شوهانځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

د اساسي قانون په رڼا کې د هغې شکایت په ۲۰۰۳م کال کې د دې سبب وګرځید چې د اساسي قانون فدرالي محکمه د «پوړني» پر سر لومړنۍ پریکړه وکړي. په هغه وخت کې پر ټکري باند ممنوعیت یوازې په هغه صورت کې عملي کیدی، چې په یوه ایالت کې يې قانوني مراحل عملي شوي وای. که چیري دغه راز یو وضعیت نه وي، نو بیا ټکري پر سر کوونکې ښوونکې کولی شي چې د ټکري د په سر کولو سربیره درس ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان اتو فدرالي ایالتونو هغه وخت په ښوونځیو او د عامه خدماتو په سیمو کې پر ټکري باندې بندیز وضع کړ او درې نورو فدرالي ایالتونو بیا د ټکري د ممنوعیت په هکله قانوني بحثونه پيل کړل. یوازې په هامبورګ او درې نورو ایالتونو کې په دې هکله کومه قانوني مسوده موجوده نه ده. په آلمان کې ایالتي حکومتونه د ابتدايي او متوسطه ښوونځیو مسوولیت پر غاړه اخلي او خصوصي ښوونځي بیا خپل ځانګړي قوانین عملي کوي.

د مذهب سمبول؟

درې کاله وړاندي د آلمان د اساسي قانون محکمې په دې برخه کې یو بل حکم صادر کړ. د نوي حکم په اساس د ټکري مجموعي منع کول د آلمان د اساسي قانون سره په ټکر کې دي. په دې حکم کې راغلي چې مسلمانې ښوونکې چې د مذهبي دلایلو له امله ټکری نه لیري کوي، د دې اجازه لري چې په ښوونځیو کې په خپله خوښه په دې برخه کې اقدام وکړي.

په دې برخه کې قاضیانو استدلال کړی چې د ټکري په سر کېدل هغه وخت منع کیدلی شي کله چې دغه څه په ښوونځیو کې زده کوونکي تهدید کړي او سربیره پر دې له دې څخه په ښونځیو کې د مذهب پالنې له پاره کار واخیستل شي.

Deutschland: Kopftuchdebatte
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

د پریکړي سرکوب یا خپلواکي؟

د دې ټولو بحثونو سربیره، د محکمو له خونو بیرون په دې برخه کې شدید بحثونه لا هم ادامه لري. د آلمان په تلویزیوني ګردي میزونو کې چې «ټاک شو» هم ورته وايي، د دې موضوع پر سر په وار وار سره بحثونه شوي. یو شمیر کسان په شدیده توګه سره د ټکري له په سر کولو سره مخالفت لري او په دې باور دي چې د ټکري پر سر کول په اهسته توګه په غربي نړۍ کې پراخیږي.

یو شمیر نور بیا په دې باور دي چې روڼ فکر په دې راز میرمنو کې په ښه توګه نه دی رامنځ ته شوی او دوی یعنې میرمنې لا هم د سړیو تر کنترول لاندې خپل ژوند پر مخ بیايي. خو هغه میرمنې چې له دې ستونزې سره مخ دي، په ټولنه کې له تبعیضي چلند څخه شکایت کوي.

زموږ له آرشیف څخه: