د آلمان په ځينو برخو کي واوري هر څه په ټپه درولي
د آلمان په سویل کې ډيره واوره شوې ده. موټر، سړکونه او آن وني تر واورو لاندي شوي. په ځینو برخو کې د موټرو تګ راتګ په ټپه دریدلی دی.
د ژمې په دې هوا کې د موټر ښيښه له واورو څخه پاکول، پوره زیار ته اړتیا لري. د آلمان د بایرن ایالت په بېرشتسګادن، کې دغو کسانو ښایي ډیر وخت لګولی وي، څو خپل موټر له واورو پاک کړي.
یوازې ناحیې د واورو پاکولو اړونده ادارې د واورو په پاکولو نه وې بوختي. بلکې د خلکو د کورنو انګړونه او کوڅې هم درنې واورې پوښلې وي. لکه په انځور کې چې لیدل کیږي د بایرن ایالت په وارنګاو، سیمه کې یو کس د واورې د پاکولو په هڅه کې دی.
د مونشن په هوایي ډګر کې واوره د پروازونو د ګډوډیدو او همداشان د مسافرو تر منځ د ناکرارۍ سبب شوه. د میلادي اوونۍ په پایه کې ۱۴۰ الوتنې لغوه شوې. د آلمان یوه هوایي شرکت لوفتانزا، ویلي دي چې دوی خپلې هڅې کوي.
د واورې د ورښت او د ناسمې هوا له کبله یوازې پروازونه لغوه نه شول. په مونشن کې د پرواز د امنیتي چارو په پام کې نیولو سره د ډیر وخت په توپیر سره الوتکو پرواز کاوه او کښیناستي. له الوتکو څخه د یخ لرې کولو چارو لکه په انځور کې چې A321 ډوله ایر بس الوتکې لیدل کیږي، هم اضافي وخت نیوه.
په بایرن ایالت کې پر لویه لاره د موټرو ازدهام بې ساری وو. د زیګسدورف په سیمه کې وني د سړکونو پر څنډو رالویدلې وې. د آلمان په سویل کې سخته واوره نه یوازې پر سړکونو د موټرو د بیروبار سبب شوه، بلکې د سړکونو د یخ وهلو له کبله د موټرو ټکرونه هم رامنځ ته شوي دي.
که چا فکر کړی وي، چې اورګاډی به ژر خپل هدف ته ورسیږي، له بده مرغه ښه چانس یي نه درلود. ځکه چې سختې واورې د اورګاډو پټلۍ هم لاندې کړې وې. په ځینو سیمو کې واورو ونې دومرې درنې کړې وي چې د اورګاډو په پټلۍ رالوېدلي وې او له دې کبله باید دغه ډول ټول مسیرونه تړل شوي وای.
اطفائیه، د واورو پاکونکو عمله او په دې برخه کې نور مرستندویه په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې سړکونه او د اورګاډو پټلۍ له سختې واورې پاکې کړي. په انځور کې لیدل کیږي چې په بادن وورتمبېرګ ایالت کې د واورو پاکولو هڅې کیږي.
که سخته واوره د ځینو له پاره په کړاو اوښتې، بیا د ځینو له پاره د خوشالۍ سبب ده. په بادن وورتمبېرګ کې یو پلار د تراکتور په واسطه واوره ښویدونکي دړه راکاږي چې ماشومان یې پرې سپاره دي.
په یو شمیر سیمو کې د سختې واورې له کبله ځیني ښوونځي د دوشنبې په ورځ رخصت وو.