د آلمان په دولتي ادارو کي د کډوالو شمېر کم دی
۱۳۹۱ آذر ۱۴, سهشنبهدغه څېړنه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۴) د آلمان په پلازمېنه برلين کي معرفي سوه. د څېړنې له مخي د اقتصادي همکارۍ او پراختيا د ټولنې په ۳۴ غړو هيوادونو کي آلمان هغه هيواد دی چي د مهاجرو کډوالو ډير لږ اولادونه په دولتي دندو بوخت دي.
د څېړني له مخي په ۲۰۰۸م کال په آلمان کي د کډوالو ډاکټرانو، ښوونکو او دولتي کارگرو شمېر تر آلمانيانو دوه چنده لږ وو. په دغه څېړنه کي له ۱۵څخه تر ۳۴ کلنو کسانو کسبونه پرتله سوي دي.
په شخصي سوداگريو کي زيات خو په دولتي ادارو کي کم
د څېړنې اصلي مقصد د ټولو بهرني کارگرو احصائيې برابرول نه، بلکي په دولتي او لوړو مقامونو کي د کډوالو کچه معلومول ول. په دې ترڅ کي د اقتصادي همکارۍ او پراختيا د ټولني په ټولو۳۴ غړو هيوادونو کي کتل سوي دي چي څو فيصده کډوال پر لوړو پوستونو او دولتي چوکيو کي کار کوي. که څه هم د آلمان د کار په بازار کي په مجموع کي د کډوالو شمېر زیات دی، خو په دولتي ادارو کي هغوی ډېر کم دي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختيا د ټولنې له پاره دغه څېړنه يوې کاري ډلې تر سره کړې ده، چي پکښي آلمانی څېړونکی توماس ليبيگ هم شامل دی. هغه وايي چي په مجموع کي په آلمان کي د کډوالو پر ادغام به دا ښه اثر ولري.
هغه وايي چي په تيرو کلنو کي چي کوم کډوال آلمان ته راغلي دي، په هغوی کي د هغو کسانو شمېر زيات دی چي لوړي زده کړي ئې کړي دي. دی زياتوي چي په آلمان کي د تيري لسيزي په پرتله د کډوالو کوچنيانو د لوړو زده کړو په کچه کي ۱۲ سنله زياتوالی راغلی دی، چي دا يو مثبت عمل دی.
د۲۰۱۰م کال د يوې احصائيې له مخي په آلمان کي اوسېدونکي ۶۵ سلنه کډوال روزگار لري. دا په داسي حال کي ده چي پخپله په آلمانيانو کي دغه کچه ۶۷ فيصده ده. د څېړنې د پايلو له مخي په آلمان کي په شخصي شرکتونو، دوکانونو او په شخصي تجارتونو کي د کډوالو شمېر حتی تر آلمانيانو لږ زيات دی، خو ستونزه په دولتي کارونو کي ده.
د اقتصادي همکارۍ او پراختيا د څېړونکي ليبيگ په وينا د دوی څېړنې ورته ښودلې ده چي حتی هغه ځوانان او پېغلي چي لوړي زده کړي لري، ورته د دې زمانت نسته چي په دولتي اداره کي به کار پيدا کوي.
په ادارو کی د کډوالو کمښت د آلمان په تاوان دی
په څېړنه کي په المان کي په دولتي ادارو کي د کډوالو ماشومانو د کموالي په اړه هم بحث سوی دی. د څېړني د پايلو له مخي د دغه کمښت د پوره کولو له پاره په آلمان کي د سياستوالو له خوا «سياسي لېوالتيا» او چمتو والی نه دی موجود. ليبيگ وايي: «تر ډيره وخته پوري په سياست کي دغه موضوع نه وه مطرح او په کلنو کلنو چا ورته پام ونه کړ.»
هغه زياتوي چي دغه ستوزه هغه وخت معلومه سوه، چي د «ملي ادغام» له پاره پروگرام جوړ سو. د ليبيگ په وينا د آلمان په پرتله د يو شمېر نورو هيوادونو په دولتي ادارو کي د کډوالو د ادغام گټي وختي لا پېژندلي وې. دی زياتوي چي ناروې، بېلجيم او هالېنډ ډېر پخوا لا د کډوالو د ادغام ستونزه پېژندلې او پروگرامونه يې ورته جوړ کړي ول.
د ده په وينا له دې لاري په دغو هيوادونو کي د ټولني زياته برخي په خپلو منځونو کي د کډوالو شتون په ښه توگه درک کړی دی.
ريشارد فوکس/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل