د آلمان د مالیې وزارت کې یو چادونکی پاکټ موندل شوی
۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبهد آلماني رسنیو د رپوټونو له مخې چې د آلمان د فدرالي جنايي پولیسو په حواله یې ورکړی دی، د آلمان د مالیې وزارت د پوسته خانې دفتر ته یو پاکت استول شوی ؤ چې په هغه کې چاودونکي توکي موندل شوي دي. د برلین پولیسو خبر ورکړی چې له پلټني څخه ښکاري چې په دغه پاکټ کې انفجاري مخلوط ځای پر ځای شوی ؤ. پولیسو ویلی دي چې دغه انفجاري مخلوط چې د لگیدو پتلې ور سره نښلول شوی وه، د کارپوهانو له خوا سمدلاسه ځای پر ځای په پوسته خانه کې شنډ کړای شوی دی.
د پولیسو مامورینو ویلي دي چې د پاکټ د پرانیستلو سره کیدای شوای چې یو څوک سخت ټپی شوي وای. د دغې پاکټ او دا چې د چا له خوا او په څه مقصد نوموړي وزارت ته استول شوی ؤ، نورې پلټنې روانی دي.
آیا دا پاکټ د مالیې وزیر شایبلی لپاره ؤ؟
دغه مشکوک پاکټ نن له غرمې څخه مخکې کشف شوی دی. هیڅوک په دې پیښه کې ټپیان شوي نه دي. دا چې آیا دا پاکټ د آلمان د مالیې وزیرو ولفگانگ شایبلی په نامه استول شوی ؤ او که د بل چا، پولیسو د پلټنې د دوام د وجوهاتو له امله معلومات ور نه کړل. آلماني ورځپاڼې، «بلید» او د برلین ورځپانې رپوټ ورکړ چې دا پاکټ په مستقیمه توگه د مالیې وزیر په نامه استول شوی ؤ. خو نوموړي وزارت په دې له څرگندونو څخه ډه ډه وکړه.