1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان، جاپان او سويدن وزيران د روهنګيايانو کمپ ته ورسيدل

۱۳۹۶ آبان ۲۸, یکشنبه

د آلمان، جاپان او سويډن هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران په بنګله ديش کې د روهنګيايانو کمپ ته ورسيدل. په دغه کمپ کې په سلونو زره روهنګيايي مهاجر ژوند کوي چې له ګاونډي هيواد ميانمار څخه تښتيدلي دي.

https://p.dw.com/p/2nsfK
Bangladesch Außenminister Gabriel Besuch Flüchtlingslager in Kutupalong
انځور: Imago/photothek/U. Grabowsky

د آلمان د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابريل، د جاپان د بهرنيو چارو وزير تارو کونو او د سويډن د بهرنيو چارو وزير مارګاټ والستروم د بنګله ديش پلازمينې ډاکې څخه په الوتکه کې د دغه هيواد سويل لويديځې ولسوالۍ «کوکس بازار» ته ولاړل. په دغه کمپ کې د ۶۰۰ زرو څخه زيات روهنګيايي مهاجر ميشت دي چې د روان کال اګست مياشتې راهيسې له ګاونډي هيواد ميانمار څخه د تاوتريخوالو له امله راتښتيدلي دي.

د بنګله دېش د بهرنيو چارو وزارت يوې چارواکې خالده بيګم وويل چې د بهرنيو چارو درې واړه وزيران په داسې حال کې چې د بنګله ديش د بهرنيو چارو وزير عبدالحسين محمود علي يې ملتيا کوي، ميانمار پولې ته څيرمه د «کوتوپالونګ» کمپ ته ورسيدل.

د هغې په وينا دغه وزيران به په کمپ کې د ميشتو مهاجرو او د هغو مرستندويه سازمانونو له استاځو سره خبرې وکړي چې په دغه کمپ کې په مرستندويه چارو بوخت دي. له کمپ څخه تر کتنې وروسته په پام کې ده چې د بهرنيو چارو وزيران پلازمينه ډاکې ته بيرته راوګرځي او شپې به د بنګله ديش له لمړي وزيرې شيخ حسينه سره غونډه ولري.

په پام کې د ه چې د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشره فدريکا موګريني هم بنګله ديش ته د خپل يو ورځني سفر پر مهال هم «کوتو پالونګ» کمپ ته ورشي او د روهنګيايي مهاجرو وضعيت له نژدې وګوري.

د ملګرو ملتونو په حواله، په دغه کمپ کې  شاوخوا ۶۲۰ زره روهنګيايي مهاجر ميشت دي. له ميانمار څخه ګاونډي هيواد بنګله ديش ته د دغو مهاجرو د تيښتې بهير د روان کال په اګست مياشتې کې وروسته له هغې پيل شو چې ميانماري ځواکونو په راخينه ايالت کې د دغه مسلمان اقليت پر وړاندې د ټکولو عمليات پیل کړل. د ميانمار پوځ د عملياتو د پیل لامل د روهنګيايي ياغيانو لخوا پر يوې امنيتي پوستې بريد بللی وو چې په ترڅ کي يې يو شمير امنيتي ځواکونه وژل شوي ول.

د بنګله ديش څخه د دغو درو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه په داسې وخت کيږي چې په پام کې سبا دوشنبه په «نايپيدوا» کې د بهرنيو چارو وزيرانو ګډه غونډه ترسره شي. د بنګله ديش د بهرنيو چارو وزارت په خپله بيانيه کې ويلي دي: « دا د روهنګيايي مهاجرو د بحران په تړاو د څلورو لوړپوړو استاځو لمړنۍ ګډه ناسته ده».

د چين د بهرنيو چارو وزير، وانګ يي، هم د شنبې په ورځ په ډاکه کې له خپل بنګالي سيال سره د دغه بحران پر سر خبرې وکړې. د بنګله ديش د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي دي چې وانګ له کمپ څخه د وزيرانو په ګډه ليدنه کې ګډون نه کوي.

روهنګيايي مهاجر او د بشر د حقونو مدافع ډلې د ميانمار پوځ د دغه مسلمان اقليت پر وړاندي پر شديدو تاوتريخوالو، جنسي تيريو او د کليو سوځولو باندې تورنوي. د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي د ميانمار دغه اقدام «نسل وژنه» بللې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.09.2017):