موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
په سويډن کي د «سېپري» په نوم څیړنیزي ادارې په حواله په تیرو پنځو کلونو کې په نړیوۍ کي د درنو وسلو په پير او پلور کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. په دې موده کې تر ټولو ډیرې وسلې د منځني ختیځ هیوادونو پیریدلي دي.
د «سپري» یا د نړيوالي سولي څېړنيز مرکز، په حواله ویتنام په نړۍ کي د وسلو د سوداګرۍ په برخه کې درې سلنه ونډه درلوده. د درنو وسلو د خریدارۍ په لیست کې دغه هیواد په لسم مقام کې ځای لري.
پاکستان چې څومره وسلې رانیولي دي، هغه په نړۍ کې د وسلو د تجارت ۳،۲ سلنه برخه ده. پاکستان تر ټولو ډیرې وسلې له چين څخه پیریدلي دي.
پر عراق د امریکا او متحدینو تر برید وروسته یې دغه هیواد له بې ثباتۍ سره مخامخ دی. د سپري په حواله دغه هیواد په نړۍ کې د درنو وسلو د خریدارۍ په برخه کې له ۳،۲ سلنه ونډې سره د پاکستان په شان اتم ځای نیولی دی.
استرالیا د درنو وسلو د خریدارۍ په برخه کې په ۳،۳ سلنه ونډي سره په اووم مقام کې دی.
د درنو وسلو د پیریدونکو هیوادونو په دې نوملړ کې ترکیه یوازنې داسې هیواد دی چې د ناټو غړيتوب لري. د سپرې په حواله دغه هیواد د درنو وسلو د نړیوالې سوداګرۍ ۳،۳ سلنه برخه وارده کړې ده.
د شمالي افریقا دغه هیواد (الجزایر) د درنو وسلو د نړیوال تجارت په ۳،۷ سلنه خریدارۍ سره په پنځم مقام کې ځای نیولی دی. د پاکستان په څیر الجزایر هم د دغو وسلو ډیره برخه له چين څخه رانيولې ده.
چين یوازنې داسې هیواد دی چې د وسلو د پير او پلور په برخه کې په لومړيو لسو هیوادونو کې شامل دی. چين په نړۍ کې د وسلو دریم لوی صادرونکی هیواد دی، په داسې حال کې چې د درنو وسلو د پیرلو په برخه کې بیا څلورم مقام لري. په نړۍ کې د وسلو د تجارت ۴،۵ سلنه یې یوازې چين پیرلي دي.
متحد عربي امارات هم د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان متحد دی. د سپري په حواله دغه هیواد د تیرو پنځو کلونو په موده کې د درنو وسلو د نړیوال تجارت له مجموعې څخه ۴،۶ سلنه وسلې خریداري کړي دي.
سعودي عربستان په نړۍ کي د وسلو دویم لوی پیرونکی هیواد دی. د سپري په حواله په تیرو پنځو کلونو کې د سعوي عربستان له خوا د پیرل شویو درنو وسلو اندازه ۸،۲ سلنه وه.
هندوستان تر ټولو ډیرې وسلې رانيولې دي. د سپري د رپوټ پر بنسټ په ټوله نړۍ کې د وسلو د تجارت له مجموعې څخه ۱۳ سلنه یې هندوستان خریداري کړي دي.
د هندوستان د هوایي ځواکونو نوي مشر ویلي دي چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان له جنګې الوتکو سره د جګړې پر مهال د هند هوایي ځواکونو خپله چورلکه پخپله راغورځولې وه.
هند نن شبنه (د جنورۍ ۲۶مه) خپله د ملي ورځې اويايمې کليزه په پلازمينه نوي ډيلي کې ولمانځله. په دې وياړ جوړ شوي شانداره رسم ګذشت کې د هند د ولسمشر او صدراعظم تر څنګ د سويلي افريقا ولسمشر سريل راماپوسا هم ګډون درلود.
د تهران حکومت ادعا کړې ده چي د توغنديو دغه دفاعي سیستم په بشپړ ډول په هیواد کې دننه جوړ شوی دی.
د سنګاپور لومړي وزیر د آسیان سازمان په کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې داعش د جنوبي آسیا هیوادونو ته یو «جدي تهدید» پیښوي. لي هزین لونګ همدا راز وویل چې داعش په عراق او سوریه کې مات شوی، خو یاده ډله دغه سیمه تهدیدوي.