1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د زړه د ناروغۍ څلور اصلي نخښې؟

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

د غوږ د نرمۍ (پوڅقۍ) په برخه کې چینونه او د سترګې په عنبیه کې سپینه حلقه ښايي د زړه د احتمالي ناروغیو نخښې وي. که چیرته مو په بدن کې دغه نښخې موجودې وي، په عاجله توګه باید ډاکټر ته د معاینې له پاره مراجعه وکړئ.

https://p.dw.com/p/3MRbu
Junger Mann mit Herzschmerzen
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Begsteiger

د «فوکوس» په نامه د یوې آلمانۍ اونیزې مجلې ویبپاڼې د انسان په بدن کې د څلورو داسې نخښو په هکله یو رپوټ خپور کړی چې ښايي د زړه د ناروغۍ له پاره لومړنی د خطر زنګ وي.

د «فوکوس» په نامه یادې آلمانۍ ویبپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي چې د خلکو د مړينې یو پر څلورمه برخه د زړه د ناروغیو له کبله رامنځ ته کیږي. خو د انسانانو په بدن کې داسې نخښې نښانې هم موجودې وي چې د زړه پر ناروغیو دلالت کوي؛ داسې نخښې چې یو کس یې په لیدو باید سمدلاسه ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د غوږ د نرمۍ (پوڅقۍ) په برخه کې چینونه

د ساندرز فرانک په نامه یو ډاکټر هغه شخص وو چې د غوږونو د نرمۍ (پوڅقۍ) په برخه کې د چینونو او د زړه د ناروغیو ترمنځ یې د اړیکې په هکله خبرې کړي دي. د نوموړي په وینا دغه چینونه چې ورته (د فرانک نخښې) هم ویل کیږي، ښايي د شریانونو د سخت والي، د رګونو د نري کیدو و ان د زړه په اصلي رګونو کې ښايي د وینې د پلاکتونو (د وینې د سرو کرویاتو یوځای کیدل) د راټولیدو نخښې وي.

ډاکټر فرانک وايي چې په عادي حالاتو کې د غوږونو نرمۍ (پوڅقۍ) د انسان په بدن کې هغه برخه ده چې په ښه توګه ورته وینه رسیږي او د انسان په رګونو کې د ستونزو په موجودیت کې د بدن دغه برخه تر اغیز لاندې راځي او پکې چینونه رامنځ ته کیږي. د نوموړي په خبره هغه وخت چې د انسان غوږونه د شریانونو د احتمالي ستونزو خبر ورکوي، نو په دې ترتیب د زړه د رګونو د احتمالي ستونزو امکان هم ډیر وي.

د وازدو راټولیدل

د انسان په بدن کې د کولیسترول لوړیدل په لاسونو، ګونډو او د سترګې په پورتني پوست کې د وازدو د غوټو د راټولیدو سبب ګرځي. د وینې د کولیسترول لوړیدل د رګونو د سختیدو او یا د وینې د ټینګیدو سبب کیږي چې تر ډیره پورې د زړه د حملې او یا د مغزي سکتې سبب ګرځي.

د نوکانو ځیږیدل

د نوکانو په وروستۍ، منځنۍ او هغه برخه کې چې نوکان ترې راوځي، ځیږتیا هغه وخت پیدا کیږي چې د انسان زړه کمزوری شي او د بدن یو شمیر برخو ته په کافي اندازه اکیسجن ونه رسیږي. په دې صورت کې د انسان د ګوتو په وروستیو برخو کې کوچني جبراني رګونه رامنځ ته کیږي چې په پایله کې یې نوکونه ډبل او لا پسې پلنیږي.

د سترګې د عنبيې په برخه کې حلقه

د زړه د احتمالي ناروغیو څلورمه مهمه نخښه هغه د سترګې په عنبیه کې د یوې حلقې را پیدا کیدل دي. په بدن کې د وازدو راټولیدل ښايي د دې سبب وګرځي چې د سترګې د عنبيې په شاوخوا کې یوه خاکستري خړ رنګه حلقه رامنځته شي. په زیاتره مواردو کې دغه راز یوه حلقه د ډیر عمر لرونکو کسانو په سترګو کې ډیره موندل کیږي. خو که چیرته دغه راز یوه حلقه د هغو کسانو په سترګو کې راڅرګنده شي چې عمرونه یې تر ۴۵ کلونو کم وي، ښايي په بدن کې د وازدو د سوځیدو په برخه کې ستونزې موجودې وي. د سترګې په عنبیه کې د دغه راز یوې حلقې موجودیت د سترګو پر لید کوم اغیز نه لري خو ښايي د زړه د ناروغۍ یوه نخښه وي.

زموږ له آرشیف څخه: