1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې یو»

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ویلي دي چې ناټو په دې هیواد کې د طالبانو پر ضد د جګړې د ګټلو په حال کې ده. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې د یاغیانو بریدونه ۴۷ سلنه ډیر شوي دي.

https://p.dw.com/p/18NEM
انځور: Reuters

جنرال جوزف دانفورد ویلي دي: «په داسې حال کې چې اوس هم ډیرې ننګونې موجودې دي، ځیني واقعیتونه هم شته چې په افغانستان کې د امنیتي وضعی پر ښه کیدو دلالت کوي.»

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قوماندان جنرال دونفورد، زیاته کړې ده چې اوس په دې هیواد کې د ۴۰ سلنه نجونو په ګډون څه نا څه اته میلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمني پر مهال په افغانستان کې یوازې یو میلیون زده کوونکي موجود ول چې د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې هلکان ول.

دانفورد ټینګار کړی دی چې په ۲۰۰۲ کال کې یوازې نهه سلنه افغانانو لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لاره چې د هغه په خبره اوس دغه سلنه ۸۵ ته رسیدلې ده.

دانفورد ویلي دي: «د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې یوازې ۱۰۰۰۰ سیم لرونکي تلیفونونه موجود ول، خو اوس د دې هیواد ۱۷ میلیونه اوسیدونکي ګرځنده تلیفونونه لري.»

دانفورد د افغانستان په پارلمان کې د ۲۵ سلنه ښځینه استازو شتون ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې په امنیتي ځواکونو کې هم د ښځينه غړو شمیر ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دی.

د طالبانو رژیم په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا ړنګ شو. تر دې نیټې وروسته دغه ډله له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره په چریکي جګړه بوخته ده او وخت نا وخت د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې بریدونه تر سره کوي.

له بلې خوا د Afghanistan NGO Safety Office دفتر وايي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیر کال همدې مودي په پرتله د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو بریدونه ۴۷ سلنه ډیر شوي دي. ملګرو ملتونو بیا دغه سلنه ۳۰ ته راټیټه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال له جنوري میاشتې څخه تر مارچ پورې ۴۷۵ تنه ملکي کسانو د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي دانفورد روښانه کړه چې د طالبانو ۸۰ سلنه بریدونه په هغو سیمو کې کیږي چې د افغانستان ۲۰ سلنه نفوس په کې ژوند کوي. هغه وویل چې د طالبانو د بریدونو له ډلې څخه ۴۰ سلنه یې یوازې په ۱۰ و لسوالیو کې کیږي چې ډیرې یې د هلمند او قندهار په ولایتونو کې پرتې دي.

دانفورد هغو څیړنو ته هم اشاره وکړه چې ښيي افغانان به یو ځل بیا د طالبانو د رژیم پالیسۍ و نه ځغمي. د دانفورد په حواله افغان امنیتي ځواکونه چې اوس یې شمیر ۳۵۰۰۰۰ ته رسیږي اوس په تدریجي ډول په خپل ځان باندې د لا ډیر اعتماد د ترلاسه کولو په حال کې دي.

پلان شوې ده چې د ناټو ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. یو شمیر کارپوهان وایي چې لا تر اوسه پورې افغان ځواکونه په بشپړه توګه د خپل هیواد د امنیتي مسوولیتونو پر غاړه اخیستلو ته چمتو نه دي خو پخپله افغان حکومت او ایساف بیا دغه خبره ردوي.