1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په يمن کي په لسونو انسانان وژلي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۸, پنجشنبه

افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر يوه وخت په يمن کي د شيعه گانو په مسجدونو او اداري دفترونو کي نزدې پنځه بمه چولي دي او ۳۱ انسانان ئې وژلي دي. د دغي ډلي له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي «خپل غچ» ئې اخيستی.

https://p.dw.com/p/1Fj2T
انځور: Reuters/K. Abdullah

د يمن د پلازمېني صنعا په بېلو بېلو سيمو کي پر يوه وخت په پنځو بمي چاودنو کي نزدې ۳۱ انسانان وژل سوي او په لسونو نور ټپيان سوي دي. دغه چاودني د چهارشنبې په ورځ په مسجدونو يا اداري دفترونو کي، نزدې پر يوه وخت سوي دي.

د دغو چاودنو مسئوليت افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر غاړه اخيستی دی او ويلي ئې دي چي دا ئې له «حوثي شيعه گانو څخه خپل غچ» اخيستی دئ.

داعش نزدې درې مياشتي دمخه هم په يمن کي د شيعه گانو پر اماکنو او شيعه مېشتو سيمو باندي په يرغلونو کي نزدې ۱۴۲ انسانان ووژل. هغه مهال داعش په خپله بيانيه کي ويلي ول چي «دا ئې پيل دی» او «دا د يوه سېل يو څاڅکی وو.»

د يمن پوليسو تائيد کړې ده چي له دغو چاودنو څخه ئې يوه د صنعا د پوليس مشر صالح الصمد; استوگنځای ته نژدې سوې ده. تر اوسه پوري لا روښانه نه دي چي آيا په دغه بريد کي د پوليسو مشر ته زيان رسېدلی دئ که نه.

دوه بمونه بيا په يمن کي د شيعه گانو مهمو مسجدونو ته نژدې چاودلي دي. عيني شاهدانو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي بمونه مسجد ته د ننوتلو دروازې ته نژدې ځای پر ځای سوي ول او هغه مهال وچاودېدل چي اقامه وويل سول او خلکو تلاښ کاوه چي ژر مسجد ته ننوزي او پر لمانځه ودريږي.

په يمن کي تاوتريخوالی په خپل زور سره روان دئ. د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په دغه هيواد کي د ملکي وگړو تلفات ۲۵۰۰ کسانو ته رسېدلي. د دغه غريب عربي هيواد ډېر اوسېدونکي بې کوره سوي او يا د زورزياتي له کبله ئې خپل کورونه پرې ايښتي او په اغلب گومان به د افريقا د ښاخ پر لور کډوال سوي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب