1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په افریقا کي د پراخیدو په حال کي دی

۱۳۹۶ دی ۸, جمعه

په افریقا کي د القاعدې شبکې ترڅنگ اوس د داعش فعاليتونه هم پر پراخېدو دي. له دغي تروريستي ډلي سره مبارزه هم اسانه نه ده او څو بعدي بڼه لري. د هغوی پرضد مبارزه کي یوازي پوځي وسایل هم کفایت نه کوي.

https://p.dw.com/p/2q6C7
Irak - Mosul - IS
انځور: Getty Images/AFP/A. Al-Rubaye

د فرانسې جمهوررئيس امانویل ماکرون تر کریسمس اختر دمخه په نایجر کې د سفر پرمهال له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کي د لاسته راوړونو په باب واضح الفاظ استعمال کړل او ویې ویل چي «جنگ تر اوسه پوري گټل سوی نه دی، ځکه نو په راتلونکو میاشتو کي تر ټولو دمخه موږ پر ترهگرو باندي، زموږ د قواوو ښکاره کامیابي غواړو».

خو نه یوازي په نایجر، بلکي د سیمي په نورو هيوادو کي هم ډیري برياوي نه دي تر لاسه سوي. په چاد، مالي او نایجر کي له کلونو راهیسي افراطي اسلامي ډلو پرمختگونه کړي دي او په همدغو ټولو سیمو کي داسي اټکل نه کیږي چي پر هغوی دي بریالیتوب حاصل او ایډیالوژي يې کمزورې او بې اغېزې سي. خصوصأ بیا فرانسوي او نورو غربي قواوو د محلي امنیتي قواوو سره په گډه باید ډیر کوښښ کړی وای چي جهادي سازمانونه تر کنټرول و نه وځي.

داعش غواړي په افریقا کي خپل حضور پراخ کړي

په همدې دلیل ماکرون د شپږو میاشتو یو زماني جدول تعین کړی دی. ځکه تر هغه وروسته چي داعش په سوریه او عراق کي د خپل حاکمیت ډیري سيمي له لاسه ورکړې، اوس کوښښ کوي چي خپلي ناکامۍ بل ځای جبران کړي. له هغې جملې څخه په غربي افریقا کي.

داچي د داعش جنگیالي څومره خطرناک او په څومره قوت سره عمل کوي، په چاد کي ښکاره سوه، چيري چي ماکرون اوس د هغوی پرضد د لا ډیري مبارزې غوښتنه کوي. هلته د اکتوبر مياشتي په سرکي له مالي سره په سرحد کي امریکايي پوځ له نایجري ځواکونو سره یوځای له داعش جنگیالیو سره مخامخ سول چي پکښي څلور امریکايي او پنځه نایجري عسکر ووژل سول.

تر دغي حملې وروسته امریکايي جنرال جوزیف دون فورد د داعش د افریقا د احتمالي ستراتیژۍ په ارتباط ولیکلي چي «داعش (اسلامي دولت) غواړي په افریقا کي خپل حضور پراخ کړي.» امریکايي سناتور لینزي گراهام هم عین اظهارت وکړل او ویې ویل، چي «جنگ بدلون مومي او موږ به په افریقا کي ډیر پوځي عملیات مشاهده کړو».

همداوس هم امریکایانو په افریقا کي له جهادي سازمانو سره د مبارزې په خاطر۱۳۰۰پوځي پرسونل او فرانسويانو بيا حتی۴۰۰۰ کسان مستقر کړي دي. له بلي خوا د سعودي عربستان په مشرتوب پیسې ورکوونکو هیوادو تراوسه پوري۳۰۰ ميلیونه یورو راټولي کړي دي، څو دغه عملیات په تمویل سي.

«مالي زموږ افغانستان دی»

داچي پیسې او ځواکونه به کفایت وکړي، څو په سیمه کي د جهادي سازمانو د پراخیدو مخنیوی وسي او یا دي حتی هغوی شاتگ ته مجبوره او کمزوره کړي؟ تر اوسه لا معلومه نه ده. په نوامبر مياشت کي د منځني ختیځ او افریقا تحلیلونکي کریستوف ایاد فرانسوۍ ورځپاڼي «له موند» ته ولیکل چي «مالي زموږ افغانستان دی» د ده په خبره په دغو دواړو هیوادو کي حالت یو ډول انکشاف پیدا کوی: یعني داچي اول نظامي کامیابي، وروسته د بیا رغوني پروگرام  ناکامه کیدل او بلاخره تدریجي نوی پراخ سوی مقاومت چي تر لومړي مقاومت په ډیر سیاسي مهارت او بې رحمۍ سره پرمخ بیول کیږي.

په نتیجه کي د وخت په تیریدو سره دغربي قواوو فعالیتونه او همکاري راکمیږي او پر محلي قواوو او ملگرو باندي یې اعتماد ورځ په ورځ کمزوری کیږي. له بلي خوا بیا محلي امنیتي قواوي او چارواکي احساس کوي چي د غربي قواوو له خوا یوه طرف ته ټیله کیږي.

کريستين کنايپ/ق.ن

زموږ له ارشيف څخه: