1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ماشومانو د لوبو ټوپکو پر پلور بندیز»

۱۳۹۴ تیر ۱۸, پنجشنبه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې چارواکو افراطي تمایلاتو ته د مخنیوي په خاطر د ماشومانو د لوبو پر ټوپکو یا وسلو ته ورته د ساعت تیرۍ پر سامان بندیز لگولی دی. اوس دغه بندیز یوازې په یوه ولسوالۍ کې لگیدلی دی.

https://p.dw.com/p/1Fvek
انځور: Bay Ismoyo/AFP/Getty Images

د پاکستان شمال لویدیځ ایالت خیبر پښتونخوا، چې له افغانستان سره گډه پوله لري له زیاتې مودې راهیسې د تندلارو اسلامپالو پر ضد د خونړۍ جگړې لومړنۍ ډگر شمیرل کیږي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې هر کال د پاکستان له گاونډي هیواد چین څخه په میلیونونو د لوبو دغې ډول ټوپکې او تفنگچې خیبر پښتونخوا ایالت ته قاچاق کیږي.

د آلمان خبري آژانس د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو د ایالتي وزیر مشتاق غني، له قوله لیکلي دي چې دغه ډول د لوبو له سامان له کبله په ماشومانو کې افراطيت ته د ورماتیدو تمایل ډیریږي: «له دې کبله موږ د لوبو د دغه سامان پر پلورلو د بندیز لگولو پریکړه کړې ده.» هغه زیاته کړې ده چې په لومړي سر کې دغه بندیز په یوه مهمه ولسوالۍ کې لگول کیږي، او په وینا یې هڅه به یې دا وي چې د اختر په ورځو شپو کې دغه بندیز دایمي شي.

د لوبو دغه ډول تفنگچې د پاکستان سربیره د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې هم پلورل کیږي
د لوبو دغه ډول تفنگچې د پاکستان سربیره د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې هم پلورل کیږيانځور: Karam Al-Masri/AFP/Getty Images

په پاکستان کې د اختر په ورځو شپو کې د لوبو د دغه سامان په خرڅلاو کې ډیروالی راځي. مشتاق غني زیاته کړې ده چې هڅه به یې دا وي چې په اختر کې د ماشومانو د ساعت تیرۍ پر ټوپکو باندې بندیز وي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې د ماشومانو د لوبو په دغو ټوپکو کې AK-47, G-3s او اتوماتیکه ماشیندارې شاملې دي او د پاکستان په مارکیټونو کې یې ماشومان هر چیرې په آسانۍ سره موندلای شي. رپوټ زیاتوي داسې ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو لا هم نه وي په لارو کوڅو کې د دغسې د لوبو له ټوپکو یا تفنگچو سره لیدل کیږي. د آلمان د خبري آژانس په وینا په دغه ایالت کې د پنځو او ۱۲ کلونو تر منځ د عمر لرونکو ماشومانو په زړه پورې لوبه د پوځ او یاغیانو تر منځ د جگړې د صحنې ده. دوی دغه ډول صحنې یا په تلویزون لیدلي وي او یا هم په خپل گاونډ کې.

د خیبر پښتونخوا ایالت یوې ارواه پوهې سعدیه عباسي، له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه څه د تاوتریخوالي او د لوبو د ټوپکو د موجودیت مستقیمه پایله ده. د نوموړې په وینا دغه ډول ماشومان په خپل لاسونو کې د اصلي وسلو د نیولو څخه هم نه ټکني کیږي.