1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حسن روحاني، د ایران ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

د آلمان خبری آژانس، فرانس پرس /عبدالباري حکيم۱۳۹۲ خرداد ۲۵, شنبه

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ په ټاکنوکې حسن روحاني له څه د پاسه ۵۰ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره د دې هیواد د ولسمشریزو ټاکنو ګتونکی دی.

https://p.dw.com/p/18qPm
انځور: REUTERS/Fars News

د ایران د کورنیو چارو وزیر، مصطفی محمد نجار، د خپل هیواد په دولتي تلویزیون کې اعلان وکړ چې محمد حسن روحاني د ایران راتلونکی ولسمشر دی.  نجار وویل چې د ایران د ۵۰ ملیونو د رایو مستحقو کسانو څخه ۷۲ سلنه په ټاکنو کې برخه واخیستله. د هغه د وينا له مخې روحاني څه د پاسه اتلس ملیونه رایې ګټلي دي. 

له دې اعلان سره  څه کم دوه مياشتې وروسته به حسن روحاني د تهران په شمال کې له خپل شخصي کور څخه، د ايران د جمهوري رياست ماڼۍ ته کډه وکړي. ډيرو کمو تحليلونکو ګمان کاوه چې د ايران د حکومت مشري به يو ځل بيا د يو اصلاح غوښتونکي په غاړه شي.

ويل کيږي چې د واکمن ولسمشر محمود احمدي نژاد، له اته کلنې دورې څخه وروسته، نوی ولسمشر ښايي د دې هيواد په کورني او بهرني سياست کې يو رښتينی بدلون راوړي.

د روحاني د سیاسي ژوند پسمنظر

روحاني د ايران د اتومي پروګرام د خبرو اترو پخوانی مرکچي وو. هغه په لويديځ کې له دې شهرت څخه برخه من دی چې د هغه تر مشرې لاندې ايران په ۲۰۰۵ کال کې په خپل هستوي دستګاوو کې د يورانيم د غني کولو پروګرام د يوې لنډې مودې له پاره وځنډاوه.

د روحاني د مبارزې شعار وو :«هوښياري او هيله». د هغه پلويانو په خپلو مټو ارغواني ريتاړه تړله. دغه رنګ  د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د مير حسين موسوي، د انتخاباتي مبارزې رنګ وو. په هغه وخت کې احمدي نژاد، د ايران په شخړه یيزو انتخاباتو کې ګټونکی اعلان شو. له دې سره د ايران خلکو په مخالفت لاس پورې کړ او د «زرغون غورځنګ» تر نامه لاندې په مياشتو مياشتو احتجاجونه وکړ چې د وخت د حکومت له خوا په خونړۍ توګه وټکول شول.

روحاني د دوو پخوانيو اصلاح غوښتونکو، محمد خاتمي او اکبر هاشمي رفسنجاني له ملاتړ څخه برخه من دی. خو د ايران په میليونونو نور خلکو هم هغه ته خپلې رایې ورکړي دي، البته نه د دې له پاره چې نوموړی یې خوښيږي، بلکه په دې وجه  چې د ايران د مذهبي مشر په وړاندې چې ټول واک او اختيار د هغه په لاس کې دی، خپل مخالفت ښکاره کړي.

محمد حسن روحاني چې خپله هم د ايران د روحانينو له جملې څخه دی، په ۱۹۴۸ کال کې د ايران په مرکزي سيمه، سرخه کې زيږيدلې دی. هغه پوره شل کاله د ايران د پارلمان غړی وو او اته کاله د دغه پارلمان د رئيس مرستيال هم وو. روحاني په ۱۹۸۹ کال کې د ايران د ملي امنيت د شورا د منشي په توګه وټاکل شو.  په ۲۰۰۳ کال کې هغه د ولسمشر خاتمي له خوا د ايران د هستوي پروګرام د مرکچي په توګه وټاکل شو. د هستوي پروګرام د دندې په غاړې اخيستو سره سره، د ايران مذهبي واکمنۍ له لويديځ سره په نوموړې موضوع کې اختلاف درلود. خو د هغه د دغه ماموريت په موده کې له دې امله نه کوم کړکيچ موجود وو او نه هم پر ايران باندې ملا ماتونکي بنديزونه. کله چې په ۲۰۰۵ کال کې احمدي نژاد د ولسمشر په توګه وټاکل شو، روحاني له خپلې دغې دندې څخه استعفاء وکړه، ځکه هغه له نوي ولسمشر سره ډير اختلافات پيدا کړل.

د روحانی پلویان خوښی څرګندوي
د روحانی پلویان خوښی څرګندويانځور: AFP/Getty Images

کله چې روحاني د ولسمشرۍ له پاره ځان کانديد کړ، د احمدي نژاد هستوي پاليسي یې تر نيوکو لاندي ونيوله او ویې ويل چې خبرې اترې بايد په هغې بڼې ونه شي چې «هيواد په يوه سياسي او اقتصادي کړکيچ کې ډوب شي.»

هغه ويلي ول چې احمدي نژاد هيڅکله د ديپلوماسۍ په ډول باندې پوه نه شو او په بربڼده توګه یې وويل چې «هغه هيواد د جګړي پاڼ ته برابر کړ.»