1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بايدن تورپوستان په غوسه کړل

۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبه

ولسمشرۍ ته د متحده آيالاتو د دموکرات ګوند د احتمالي کانديد له خوا ښايي يوه ستره اشتباه شوې وي:‌ جو بايدن د افريقايي-امريکايي رايه ورکوونکو په هکله په يوې څرګندونې سره ډېر خلک راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/3cfRg
Charlamagne Tha God mit Joe Biden
انځور: Reuters/The Breakfast Club

جو بايدن د «برېکفاست کلب» په نوم د خپرونو د محبوب افريقايي ـ امريکايي‌ کوربانه چارلمان ثاګود په خپرونه کې مېلمه و چې د دغه پروګرام موضوع په متحده آيالاتو کې د توکم پالنې په هکله خبرې ټاکل شوې وه. دغه د توکم پالنې تور اوس په بايدن باندې هم پورې شوی دی يعنې په هغه چا پورې چې په نومبر مياشت کې به د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په وړاندې په ټاکنو کې دريږي.

په دغه قسماً توده مرکه کې بايدن چارلمان ثاګود ته په خبرو کې او ټاکنو ته په کتو سره وويل: «زه تاسو ته يوه خبره کوم: که له دې پرېکړې سره مشکل لرئ چې آيا زما يا د ترمپ پلويتوب کوئ، ‌نو تورپوستی به نه ياست.»

په انترنېټ کې سختې نيوکې او غبرګونونه

د خپرونې کوربه ورغبرګه کړه چې د اندېښنې خبره دا ده چې «دموکراتان د تورپوستو رايه ورکوونکو رايې عادي او حتمي ګڼي.»

خو د متحده آيالاتو پخواني‌ مرستيال ولسمشر او د راتلونکو انتخاباتو کانديد بايدن وويل چې په لسيزو لسيزو يې د تورپوستانو په حلقو کې د کار او فعاليت له کبله د دغو رايه ورکوونکو رايې ګټلې دي او د مشهورو تورپوستو کسانو او رايه ورکوونکو له خوا «خورا ډېر ملاتړ» ورسره دی.

د بايدن يوې سلاکارې په تويتر کې په دې پسې وليکل چې د بايدن څرګندونې هسې ټوکې وې، خو په ټولنیزو رسنيو کې د «تاسو تور نه ياست» يا #YouAintBlack هېشتګ په دې وخت کې خپور شوی وو.‌ ډېرو تورپوستانو د بايدن څرګندونې د هغوی د بې واکه کولو يوه هڅه وبلله.

تيم سکات چې د امريکا په سنا کې يوازنی تورپورستی جمهوري‌ غوښتونکی سناتور دی،‌ دا هم وويل چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې ۱،۳ ميليونه افريقايي امريکايانو ترمپ ته رايه ورکړې وه. د هغه په خبره «نن غرمه جو بايدن ستاسو هر يوه ته وويل چې تاسو تور نه ياست!»  

«ځان مې بايد دومره هوښيار نه وای ګڼلی»

بايدن وروسته د خپلو «نامناسبو» څرګندونو له کبله بخښنه وغوښتله.‌ دغه ۷۷ کلن سياستوال وويل:‌ «ما بايد ځان دومره هوښيار نه وای ګڼلی.‌ ما بايد دومره بې پروايي‌ نه وای کړې.»

نوموړي په دې هم ټينګار وکړ چې د افريقايي ـ امريکايي ټولنې ملاتړ يې «هيڅکله هم داسې مفت نه و ګڼلی.» د هغه په خبره «هيڅوک بايد د خپل توکم،‌ دين يا اصل له مخې د کوم خاص ګوند په نفع رايې ورکولو ته اړ نه کړل شي.»

دويچه ويله/ن ص/ا ا

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم وګورئ (۰۷. ۱۱. ۲۰۱۶)!