جرمني مسلکي کارګرانو ته اړتيا لري | آلمان او نړۍ | DW | 08.07.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

جرمني مسلکي کارګرانو ته اړتيا لري

آلمان اوس هم انجينرانو ته خصوصاً د ماشين جوړولو،موټرانو او الکتروتخنيک برخه کي ضرورت دی . د جرمني د انجينرانواتحاديه د 96000 مسلکي کارګرانو د کمبودۍ څخه خبري کوي

بهرني کارګران د جرمني د موټرو په فابريکو کي د کار کولو پر وخت

بهرني کارګران د جرمني د موټرو په فابريکو کي د کار کولو پر وخت

په جرمني کي د کار پيداکولود رياست د نوو ارقامو پر اساس درې مليونه بيکاران موجود دي ،چي د هغوی زيادتره برخه د ډيري مودې راهيسي بيکاره دي ،او دتقريباً یوه کال څخه هيڅ کار نلري .خو ډيری يې مسلکي زده کړه او پوهه نلري . ځکه نو د ډيروکارو د پاره دوی نه پکاريږي .لکه څنګه چي ددغه رياست مشر فرانک يورګن وايزه وايي ،يوازي هغه کسان پکاريږي چي هغه مسلکي وي : « د مؤسسو په داخل کي طبعآ مسلکي کسان وجود لري . خو ما ددې څخه تعجب وکۍ، چي هم په فابريکو او هم د لاسي صنايعو په بخش کي مثلاً برقيانو ته ضرورت وي . »

اوس هم انجينرانو ته خصوصاً د ماشين جوړولو،موټرانو او الکتروتخنيک برخه کي ضرورت دی . د جرمني د انجينرانواتحاديه د 96000 مسلکي کارګرانو د کمبودۍ څخه خبري کوي . چي دا د څلورو کلو د دمخه په نسبت دوه چنده سوي دي . اقتصادي بخش لا پخوا آلارم ورکړی دی ، او د جرمني حکومت هم غواړي پدې برخه کي يو څه وکي .

يو بهرنی کارګر

يو بهرنی کارګر

لکه څنګه چي د کار د وزارت وياند سټيفان ګيفيلر وويل ،چي حتي يوکال مخکي لا په ميسه بيرګ کي د اييتلافي ګوندونو د جلسې پر وخت فيصله وسوه ، چي د کار وزارت بايد د مسلکي کارګرانو غم وخوري :« د ميسه بيرګ د پريکړي پر اساس د جرمني حکومت مکلف سو ،او موږ ته يې وظيفه راکړه چي بايد يو سيستماتيک سيسټم ته انکشاف ورکو ، تر څو د مهاجرينو راتلل د جرمني د کار د بازار سره عیار سي .

مثلاً آيا موږ په جرمني کي څه ډول مسلکي کارګرانو ته ضرورت لرو ،او په کمو برخو کي ؟ او دقيقاً پر همدې بايد کار وسي .»

دهغه دقيق ضرورت بايد په آينده کي هره مياشت د شرکتو څخه وپوښتل سي ، تر څو وکولای سو د هغه له مخي د راتلونکو شپږو مياشتو د مسلکي کارګرانو دضرورت پيش بيني وکولای سو . دهغه نتايج به بيا د کار دقواوو د ضرورت په نامه اتحاديې ته وسپارل سي . دغه اتحاديه چي د اقتصادي ټولنو ، صنفي اتحاديو ،او مسلکي کسانو څخه جوړه ده ، د داخلي کارګرانو د مسلکي توب مشورې ورکوي ،اود ضرورت په وخت کي به دخارجي کارګرانود راتګ توصیه کوي . خو د مسلکي مکتبود فارغانو دپاره بيا هغه اعتبار نلري .

ځکه نو د اقتصاد هغي غوښتني ته چي د پولينډ ، چک او بلغاريې څخه دي مسلکي تعليم ليدونکي جرمني ته راسي ، د کار دوزارت د وياندسټيفان ګيفيلر لخوا ورسره په ښکاره ډول مخالفت وسو .

په جرمني کي يو کمپيوټر پوه مېلمه کارګر

په جرمني کي يو کمپيوټر پوه مېلمه کارګر

ده وويل : « دا ددې خاطره هم نه کيږي ، چي که موږ په جرمني کي د مسلکي زده کړي بازار ته وګورو، او موږ د هغو تعداد ته وګورو چي د سلو زرو څخه تر دوو سوو زرو پوري پخوانۍ عریضې موجودي دي ،چي تر اوسه پوري يې مسلکي زده کړه نده ليدلې . اودا هغه څه دي چه موږ په جرمني کي د هغه سره مخامخ يو. اول بايد په دغو کسانو مسلکي زده کړي ووينو .ځکه نو دا يوه سياسي غوښتنه نده، بلکي موسسې بايد هغو ته مسلکي زده کړه ورکي . »

په سياسي جر وبحث کي بيا پر دې خبري کيږي چي داروپايي ټولني د شرقي هيوادو غیر مسلکي کارګرانو ته نور هم ددووکلو دپاره یعني تر 2011 کال پوري د کار کولو اجازه ورنکي . خو د هغه په باب لا تر اوسه پوري کمه مشخصه پريکړه نده سوې . ددې برعکس به بيا د جرمني بازار ډیر ژر د ښو مسلکي کارګرانو پر مخ خلاص سي .

د کار او کورنيو چارو وزارتونه اوس په ګډه سره پر دغه موضوع باندي کار کوي ، چي د جولای پر 16 يا 23 مه به کابينه هغه تايیدکي . په جر وبحث کي پر دې هم خبري کيږي چي د مسلکي کارګرانو د معاش کلنۍ اندازه چي د هغه پر اساس ويزه اخلي، هم راکمه سي . تر اوسه بايد مسلکي خارجي کارګران د کاله 86400 ايرو عايد ولري ، تر څو ورته د پاته کيد و دايمي ويزه ورکول سي .

اړوند مطالب

اعلان