1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان سږکال يوازې درې مهاجر منلي

۱۳۹۶ مهر ۱۱, سه‌شنبه

جاپان د روان کال په شپږو مياشتو کې يوازې درو تنو مهاجرو ته پناه ورکړې ده. د بشري حقونو د څار سازمان تر دې د مخه د جاپان د مهاجرت د چارو په تړاو وېلې ول چې دا يو «له حده زيات ناوړه» ريکارډ دی.

https://p.dw.com/p/2l9p9
Japan Flüchtlinge
انځور: Picture alliance/NurPhoto/A. Di Ciommo

د رويټرز خبري آژانس په حواله، جاپان د ۲۰۱۷م کال په شپږو مياشتو کې د ۸۵۶۲ کسانو له ډلې څخه چې د پناه غوښتني يې وړاندي کړي دي، يوازې درې تنه يې منل شوي دي. جاپان حکومت دغه اعلان د سه شنبې په ورځ وکړ او دا يې د بهرنيانو له منلو سره د جاپان د نه علاقمندي لرلو نخښه وبلله.

د جاپان د عدليې وزارت وايي چې د ۲۰۱۶م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې هم د پناه غوښتنې له ۵۰۱۱ تازه درخواستونو څخه يوازې څلورو ته يې قبولي ورکړې وه. د بشري حقونو د څار ادارې، د روان کال په جنوري مياشت کې د جاپان د مهاجرت چارو په تړاو وېلې ول چې دا «له حده زيات ناوړه» ريکارډ دی.

جاپان د هغو صنعتي هيوادونو په څير چې د خپلې بشري قوي د ځواکمنتيا له پاره د مهاجرو له منلو سره علاقمندي ښيي؛ علاقه نه لري. حتې دا په داسې حال کې ده چې د جاپان په اقتصاد کې د ټکني پرمختک يو اصلي لامل هم د دغه هيواد زوړ نفوس دی.

جاپان په۲۰۱۰م کال کې د مهاجرت په قانون کې داسې بدلون راوست، چې له مخې يې پناه غوښتونکي کولای شي د خپلې درخواستۍ تر سپارلو شپږ مياشتې وروسته د هغې د پايلو تر معلوميدو پوري کار وکړي. د جاپان د پناه غوښتنې د سيستم پلويان دليل وړاندې کوي چې جاپان دغه پريکړه وروسته له هغې وکړه چې د مهاجرت په برخه کې ځینې جعلي درخواستونه وړاندي شول چې له امله يې لږ مهاجر منل شوي دي.

ساسوهيرو هيشيدا، چې د جاپان په عدليې وزارت کې د پناه غوښتنې درخواستونو د څيړنې په برخه کې کار کوي وايي: «داسې ښکاري چې د هغو افرادو په شمير کې زياتوالی راغلی وي چې غواړي د پناه غوښتنې له بهير څخه ناوړه گټه واخلي.»

 

زموږ له ارشيف څخه: