تکنالوژي څرنګه له زړو کسانو سره مرسته کولای شي؟ | آلمان او نړۍ | DW | 23.05.2016
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

تکنالوژي څرنګه له زړو کسانو سره مرسته کولای شي؟

په آلمان کې د ډیر عمر لرونکو کسانو شمیر ورځ تر بلې په مخ په زیاتیدو ده. هغوی اوس ډیر وخت د «زړو کسانو له پاره ځانګړو استوګنځایونو» ته لیږدول کیږي خو که دغه نسل له تکنالوژي سره اشنا شي، نو ډیرې ستونزې یې حلیدای شي.

په آلمان کي په منځنۍ توګه د وګړو سن د ډیریدو په حال کې دی چي له دې سره په دې هیواد کې د ډیر عمر لرونکو کسانو شمیر هم ورځ تر بلي ډیریږي.

ډیر وخت په آلمان کې د انسانانو عمر تر ۸۰ کلونو اوړي چي بیا زیادتره وختونه د نورو مرستو ته اړ کيږي. خو که هغوی له تخنیک سره بلد سي نو نه یوازي دا چي په خپلو کورونو کي پاته کیدای سي او نه مجبوره کیږي چي د «زړو استوگنځایونو» ته ولاړ سي بلکه د هغوی تداوي هم په ښه توگه سره کیدلای سي.

ښه خبر دا دی چي اوس د زړو کسانو له پاره هم په هره برخه کي ډیر تخنیکي امکانات موجود دي: د هغوی د حرکت د چوکیو«ویلچېرونو» څخه نیولې بیا داسي تخنیکي وسایل چي هغوی ته د دوا خوړولو وختونه ورپیادوي.

اوس دا ډیره مهمه ده چي زاړه کسان د نوې تکنالوژۍ سره بلد سي ځکه د بیلګې په توګه په آلمان کي به تر ۲۰۶۰ کاله پوري یو پر دریمه برخه ټوله انسانان تر ۶۵ کلنۍ واوړي. خو که هغوی د نوي تکنالوژي سره بلد سي نو کیدلای سي د ډیر وخت له پاره په خپلو کورونو کي پاته او د «زړو استوگنځایونو» ته تگ ته اړ نه شي.

د ویرې لیرې کول

د زړو خلگو ستونزه اوس دا ده چي د نوي تکنالوژي څخه ویره لري او نه غواړي ورسره ځانونه بلد کړي. د آلمان د ځوانانو، فامیلونو او ښځو چارو پخوانۍ وزیره اورزولا لېر، وايي: «دواړه خواوې باید، یعني هم شرکتونه په دې باندي ځانونه پوه کړي، چي مشکل په کوم ځای کي دی او حل یې کړي او هم باید زاړه خلگ د نوي تکنالوژي سره چلن زده کړي.»

که هغوی له تخنیک سره ځانونه بلد کړي نو کیدای سي د ډیرو خرابو پیښو څخه خلاص سي. د بیلګې په توګه د خبرداري وسایلو په واسطه ژر روغتونونو ته خبر ورکړي، تداوي یې پر خپل وخت وسي او په دې توگه سره یې عمرونه لا هم اوږده سي.

DW.COM